د لاسرسي ځای

تازه خبر

''ایران دې اټومي تړون ته ژمن پاته شي''


ایران: د تهران په ارک کې د اټومي اوبو بټۍ
ایران: د تهران په ارک کې د اټومي اوبو بټۍ

جرمني، فرانس او برتانیې له تهرانه غوښتي چې د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون شرایطو ته دې ژمن پاتې شي.

په دې تړون کې ویل شوي ول چې ایران به د بندیزونو کمولو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدودي. په یکشنبه په شریک بیان کې د جرمني وزیراعظمې انګیلا میرکل، د فرانس ولسمشر ایمانوېل میکرون او د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن وویل، دا ضروري ده چې ایران د تړون پر اساس خپلې کړې ژمنې په بشپړ ډول پوره کړي.

ایران تیره اوونۍ ویلي ول چې دوی نور خپلځان تړون ته ژمن نه ګڼي.

امریکا په ۲۰۱۸م کال کې له اټومی تړونه ووته او پر ایران یې یو وارې بیا سخت بندیزونه عملي کړل.

د جنورۍ دولسمې په بیان کې جرمني، فرانس او برتانیې ویلي، د هغو اندېښنو لیرې کولو لپاره باید دډیپلوماسۍ او ګټورو لارو نه کار واخیستل شي چې د ایران توغندیز پروګرام په ګډون د هغه هېواد لخوا د سیمې بې ثباته کولو په اړه پیدا شوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG