د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراینۍ الوتکې پېښې ځواب هرومرو غواړو: ټروډو


د کاناډا وزير اعظم جسټن ټروډو
د کاناډا وزير اعظم جسټن ټروډو

د کاناډا وزير اعظم جسټن ټروډو ويلي، د اوکراين په الوتکه کې د وژل شويو هغو کسانو لپاره به انصاف غواړي چې تېره اوونۍ ايران په نښه کړي ول.

نوموړي د البرټا په اېډمونټن سيمه کې د وژل شويو ۵۷ کناډايايي وګړيو په ياد کې د شوګېرې (شمعو بلولو) پر مهال وويل چې تر هغو به ارام نه کوي چې د پوښتنو ځوابونه نه وي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه د دوهمې ورځې لپاره د ايراني حکومت پرضد مظاهرې وشوې.

کاناډا: د البرټا په اېډمونټن سيمه کې د وژل شويو ۵۷ کناډايايي وګړيو په ياد کې د شوګېرې
کاناډا: د البرټا په اېډمونټن سيمه کې د وژل شويو ۵۷ کناډايايي وګړيو په ياد کې د شوګېرې

مظاهرچيان د حکومت له لورې د اوکراين الوتکې د غورځېدو د پېښې د ترله تېرولو په طریقه کار اعتراض کوي.

ايرانی پوځ وايي، دفاعي ځواکونو يې د جنورۍ پر اتمه نېټه په غيراداري توګه اوکراينۍ الوتکه رانسکوره کړې وه چې پکې سپاره ټول ۱۷۶ مسافران وژل شوي ول.

دا پېښه له هغه څو ساعته وروسته وشوه چې کله ايران په عراق کې د مېشتو امريکايي ځواکونو پر اډو بېلېسټک توغندي وتوغول.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG