د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې واورو او بارانونو لوی ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. په دوشنبه/ګل د دغه صوبې چارواکیو مشال راډيو ته ویلي چې په تېرو درو ورځو کې د کورونو د چتونو له راپرېوتو ۱۶ تنه وژل شوي دي.
دوی وايي چې د ژوب ضلعې په شاب زيي کلي کې د یوه کور چت په راپرېوتو کې د یوې کورنۍ درې ماشومان او درې مېرمنې وژل شوې دي. بلخوا د ژوب ښارګوټي په ناصر اباد کې هم د یوه کور چت راپرېوتی چې پکې دوه تنه وژل شوي دي.
د پښین په برشور سیمه کې هم له وارو د یوه کور چت لوېدلی دی چې پکې د چارواکیو په خبره د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د چمن ضلعې په کلي لقمان کې هم د یوې کوزدې خوښیو پر مهال د یوه کور چت راپرېوتی چې پکې شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
بلخوا چارواکي په ټوله صوبه کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو راپور ورکوي.
د ورستیو راپورونو له مخې، د ژوب – کوټې پر لوی سړک د کاڼ مهترزي په سیمه کې واورو لارې تړلې دي چې له وجې یې ګڼ خلک بند پاتې دي.
د بلوچستان حکومت د کوټې په ګډون په اوو ضلعو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی او خلکو ته یې ویلې چې تر وسه وسه دې له تګ راتګه ډډه وکړي.
اسوشیېټېډ پرېس هم په خپل یوه رپورټ کې لیکلي چې د ژمي سخت موسم د افغانستان او پاکستان یوشمېر سیمې ډېرې ځپلې دي او کاږي چې د مالي زیان تر څنګ یې پراخ ځاني تاوانونه هم اړولي دي.
اژانس لیکي، له باران سره په یوشمېر سیمو کې واوره هم وشوه چې له کبله یې سېلاوونه راغلي دي.
د اژانس په لیکنه په دې سیمو کې د زیات باران، واورې او سېلاو له کبله په مجموعي توګه لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي.
د اژانس د چارواکو له خولې لیکلي دي چې دوی په دې سیمو کې د سړکونو خلاصولو او خوندي ځایونو ته د خلکو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
په رپورټ کې راغلي دي چې په پاکستان کې زیات تاوان په بلوچستان کې رسېدلی دی چېري چې له ۲۵ وژل شوو کسانو څخه ۱۴ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.
د قدرتي ناروینونو سمبالولو ادارې مشر عمران زرکون اژانس ته ویلي چې هلته زیاته مرګ-ژوبله د واورې له کبله د کورونو نړېدو اړولې ده.
په بلوچستان کې د زیاتې واورې له کبله یو شمېر لویې لارې تړل شوې دي او په ځینو سیمو کې شپږ انچه واوره شوې ده.
اسوشیېټېډ پرېس لیکي چې په پنجاب کې هم د زیات باران له کبله د کورونو نړېدو لږ تر لږه ۱۱ تنه وژلي دي.
بل پلو په افغانستان کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنه د زیات باران او واورې له کبله وژل شوي دي.
اژانس د ولایتي چارواکو له خولې لیکلي دي چې د هېواد زیاتره لویې لارې د واورې له کبله بندې شوې دي.
اژانس زیاتوي چې اته تنه په کندهار ولایت کې، اووه تنه په هرات ولایت کې او درې تنه په هلمند ولایت کې وژل شوي دي.
اسوشیېټېډ پریس لیکي چې د پلازمېنې کابل اوسېدونکي بیا د سختې یخنۍ له کبله له ستونزو سره مخامخ دي چېري چې د حرارت درجه منفي ۱۵ ته رسېدلې ده.
د فېسبوک تبصرې