د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران نور بندیزونه ولګول


د امریکا بهرنیو چارو وزیر مايک پامپيو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مايک پامپيو

د امریکا بندیزونو دا وار د ایران حکومت اته لوړپوړي چارواکي او د هغه هېواد د فولادو او نورو فلزاتو یوشمېر کارخانې په نښه کړې دي.

دا بندیزونه د امریکا ولسمشر د فوق العاده فرمان پر اساس اعلان شوي دي.

په فرمان کې ژمنه شوې چې له زیاتې پانګې د ایران حکومتي مشرانو د لاس لنډولو لپاره به نور ګامونه هم پورته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزیرانو مایک پامپیو او سټيف منوچن د جنورۍ پر۱۰مه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د نویو بندیزونو اعلان وکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکا د ایران اسلامي رژیم د داخلي امنیتي سیسټم پر زړه نښه ویشتي ده.

د پامپیو په وینا، تر بندیزونو په لاندې شوو وګړو کې د ایران عالي امنیتي شورا مشرعلي شمخاني، د بسیج ځواکونو مشر ګل مرزا سلیماني او د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال محمد رضا اشتیاني شامل دي چې د پامپیو په وینا، په وروستیو میاشتو کې یې نېږدې یونیم زر ایرانیان چې ازادي یې غوښته، وژلي دی.

پامپیو وویل: "د امریکا ولسمشر نن خپله ژمنه چې په عراق کې یې د امریکايي ځواکونو پر مرکز د ایران تر حملې وروسته کړې وه، ترسره کړه. خو د نویو بندیزونو یوه لړۍ به اعلانېږي."

پامپيو زياته کړه چې د ایران ستر مذهبي مشر ته هغه نېږدې کسان چې په ټوله سیمه کې یې د جګړې لپاره وګړي استخدام کړي، منځنی ختیځ یې بې ثباته کړی او په ټوله نړۍ کې یې ترهګرۍ ته وده وکړې، په نښه کېږي.

دا په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر مرکز د ایران له لوري د میزایلو تر حملې وروسته د امریکا له لوري د بندیزونو لومړی اعلان دی.

په ایران کې د کانونو د کیندنې او فلزي تولیداتو پر ۱۷ کمپنیو او یوې بېړۍ چې د فلزاتو په تجارت کې کار ورڅخه اخیستل کېده، بندیز لګېدلی .

د ایران لپاره د امریکا حکومت خاص استازي براین هوک د جنورۍ پر۱۰مه خبریالانو ته وویل، له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې وتلو دوی ته ښه موقع ورکړې چې د ایران د اټمي هڅو اغېزناک مخنیوی وکړي.

د امریکا د خزانې وزیر سټيفن منوچن د جنورۍ پر ۱۰مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د نویو بندیزونو په مرسته د ایران رژیم لاس له میلیارډونو ډالرو ګټې ورلنډ شو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG