د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دې د الوتکې غورځولو پړه او تاوان ومني: زیلینسکي


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

وروسته له هغې چې د څو ورځو له انکار نه پس ایران ومنله چې هغوی په تېروتنې د اوکراین الوتکه غورځولې، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي، هیواد یې تمه لري چې ایران به د یادې پېښې بشپړې پلټنې وکړي، خپله ټوله پړه او تاوان به پر ځان ومني.

د الوتکې راپرېوتو له کبله ۱۷۶ کسان وژل شوي وو.

نوموړي ویلي، ایران د هغوی د طیارې د راغورځولو پړه منلې خو هغوی غواړي چې تهران خپله بشپړه ګناه ومني.

ولودومیر زیلینسکي وايي، هغوی له ایرانه دا باور ترلاسه کول غواړي چې د پلټنو لپاره پوره تیاری لري او څوک هم چې د یادې پېښې تر شا لاس لري قانوني چلن سره به مخ کېږی.

نوموړي همدا رنګه ویلي، له ایرانه تمه لري چې د مړو په بیرته سپارلو کې به ورسره مرسته وکړي، د خسارې تاوان به پر ځان ومني او د سفارتي لارو به رسمي بښنه هم وغواړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د ایران دولتي ټېليویژن د دغه هېواد د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین هوايي شرکت الوتکه "په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې" په نتیجه کې راغورځول شوې ده.

د ایران د مسلح ځواکونو عمومي قومندانۍ د جنورۍ پر۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه الوتکه چې ۱۷۶ کسان پکې سپاه وو ، د ایران د سپاه پاسداران په راکټ لګېدلې ده.

په بیان کې د ايراني پوځ په حواله ویل شوي چې دا الوتکه هغه مهال د ايران د انقلابي ځواک د مرکز په لوري تاو شوې وه چې له امریکا سره د سخت فشار له امله د ايران پوځ د تیارسۍ په حالت کې و.

په دغه الوتکه کې ۱۷۶مساپر سپاره ول چې ټول وژل شوي دي.

بیان زیاتوي چې په دې پېښه کې ککړ کسان به ذمه وار ګرځول کېږي.

بلخوا د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي دي چې دا پېښه په داسې حالاتو کې رامنځته شوې ده چې د امریکا د ماجرا جويي کولو له کبله حالت بحراني شوی.


ایران وړاندې رد کړې وه چې ګواکې دغه مسافر وړونکې الوتکه دوی په قصدي ډول په نښه کړې وي.

د کاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو په څېر یو شمېر غربي حکومتي مشرانو ویلي و چې اوکراینۍ الوتکه د ایران له لوري ویشتل شوې ده.

د ایران وسله والو ځواکونو په اعلامیه کې ویلي، کوم کسان چې د دغې پېښې مسول دي، حساب به ورسره کېږي.

د اوکراین هوايي شرکت دغه ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه له تهرانه اوکراین ته روانه وه او له امام خمیني هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.

په الوتکه کې ۷۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۱۱ اوکراینیان، ۶۳ کاناډایان، درې جرمنان، درې بریتانویان او ۱۰ سویډنیان سپاره وو. په دوی کې ځینو دوه ګونی تابعیت درلود.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د باليسټیک توغندیو حمله وکړه.

ايران دغه بريدونه وروسته له هغو کړي وو چې تهران ويلي وو د قاسم سلېماني د وژنې بدل به اخلي. د ايران د قدس ځواک مشر قاسم سليماني د عراق په سر ښار بغداد کې په درېيمه جنورۍ په امریکايي ډرون برید کې وژل شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG