د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران منلې چې دولتي ځواکونو يې "په تېروتنې" اوکراینۍ الوتکه راغورځولې


په ايران کې د اوکراينۍ الوتکې راغورځېدو وروسته صحنه

د ایران دولتي ټلویزیون د دغه هېواد د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین هوايي شرکت الوتکه "په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې" په نتیجه کې راغورځول شوې ده.

پراګ : د ایران دولتي ټېليویژن د دغه هېواد د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین هوايي شرکت الوتکه "په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې" په نتیجه کې راغورځول شوې ده.

د ایران د مسلح ځواکونو عمومي قومندانۍ نن [د جنورۍ پر ۱۱ مه] په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه الوتکه چې ۱۷۶ کسان پکې سپاه وو ، د ایران د سپاه پاسداران په راکټ لګېدلې ده.

په بیان کې د ايراني پوځ په حواله ویل شوي چې دا الوتکه هغه مهال د ايران د انقلابي ځواک د مرکز په لوري تاو شوې وه چې له امریکا سره د سخت فشار له امله د ايران پوځ د تیارسۍ په حالت کې و.

په دغه الوتکه کې ۱۷۶ مساپر سپاره ول چې ټول وژل شوي دي.

بیان زیاتوي چې په دې پیښه کې ککړ کسان به ذمه وار ګرځول کېږي. بلخوا د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي دي چې دا پیښه په داسې حالاتو کې رامنځته شوې ده چې د امریکا د ماجرا جويي کولو له کبله حالت بحراني شوی.

ایران وړاندې رد کړې وه چې ګواکې دغه مسافر وړونکې الوتکه دوی په قصدي ډول په نښه کړې وي.

د کاناډا د وزيراعظم جسټن ټروډو په څېر یو شمېر غربي حکومتي مشرانو ویلي و چې اوکراینۍ الوتکه د ایران له لوري ویشتل شوې ده.

د ایران وسله والو ځواکونو په اعلامیه کې ویلي، کوم کسان چې د دغې پېښې مسول دي، حساب به ورسره کېږي.

د اوکراین هوايي شرکت دغه ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه له تهرانه اوکراین ته روانه وه او له امام خمیني هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.

په الوتکه کې ۷۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۱۱ اوکراینیان، ۶۳ کاناډایان، درې جرمنان، درې بریتانویان او ۱۰ سویډنیان سپاره وو. په دوی کې ځینو دوه ګونی تابعیت درلود.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د باليسټیک توغندیو حمله وکړه.

ايران دغه بريدونه وروسته له هغو کړي وو چې تهران ويلي وو د قاسم سلېماني د وژنې بدل به اخلي. د ايران د قدس ځواک مشر قاسم سليماني د عراق په سر ښار بغداد کې په درېيمه جنورۍ په امریکايي ډرون برید کې وژل شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG