د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش وسله والو ماشومان او مېرمنې وارثینو ته وسپارل شوې


د ننګرهار چارواکو د تسلیم داعش وسله والو ۱۳۳ تنه ماشومان او ښځې چې وارثان يې ننګرهار ته راغلي ول، د یوې ګډې قبایلي جرګې له لارې خپلو وارثانو ته وسپارل.

په تېرو دوه میاشتو په دوران کې د ننګرهار په هسکه مېنه او اچين ولسواليو کې په سلګونه داعش وسله وال له خپلو ماشومانو او مېرمنو سره افغان دولت ته تسلیم شول چې وسله وال يې د څېړنو لپاره کابل ته ولېږدول شول او د افغان ولسمشر په سپارښتنه ماشومان او مېرمنې يې خپلو وارثانو ته د سپارلو لپاره يوه ګډه قبایلي جرګه جوړه شوه چې د جرګې د پرېکړې په اساس د جنورۍ پر نهمه نېټه ۱۳۳ تنه مېرمنې او ماشومان د ننګرهار په حاجي کمیپ کې خپلو وارثانو ته وسپارل شول.

په دې موقع د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو رييس وجهه الله شینواري مشال راډيو ته وویل:

''پرون چې جرګه وشوه او نن دلته کیمپ ته راغلي یوو، دغه ۵۲ مېرمنې او ۸۱ ماشومان تثبیت شوي دي. د دوی اسناد نهايي شوي، په هغه صورت کې چې د دوی وارثین راغلي وي، نن دا ۱۳۳ نفر ټول ورسپارو. قانوني پروسه یې نهايي شوې، موږ يې نور نه ایساروو، خو شرط يې دا دی چې وارثین يې ورپسې راغلي وي.''

خپلو خپلوانو ته سپارل شوي ماشومان
خپلو خپلوانو ته سپارل شوي ماشومان

د داعش وسله والو ماشومان خوشاله ول چې خپلو سیمو ته ستنېږي. دوه تنو يې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

''نوم مې کلثوم دی، پلار مې له حکومت سره بندي دی، خو اوس چې خپلو کورونو ته ځو، موږ ډېر خوشاله یو. دلته چې مو څومره وخت تېر کړو، د حکومت خلکو زموږ ډېر عزت وکړو، موږ ترې ډېر خوشاله یو.''

''نوم مې عثمان غني دی د اورکزو یم. زه مې پلار سره راغلی وم. موږ مدرسو کې سبق ویلو، هغه به ډرون او جيټونو ویشتلې. بیا مو داسې وکړل چې راووتو او د افغانستان حکومت ته تسلیم شو. موږ چې خپلو کورونو ته ولاړ شوو، بیا به انشاالله داسې غلطي نه کوو.''

نن ۱۳۳ تنه چې پکې ښځې او کوچنیان ول وسپارل شول
نن ۱۳۳ تنه چې پکې ښځې او کوچنیان ول وسپارل شول

د ننګرهار چارواکي وايي کوم ماشومان چې دوی ساتي، وارثینو ته يې په کار ده چې راشي، ولایت ته درخواست وکړي، ولایت مقام يې د قبایلو ریاست ته غوښتنه کوي، قبایلو ریاست ترې يو ځايي ضمانت اخلي، بیا ملي امنيت ته استول کېږي، هغوی يې پېژندګلوي ورسره لیکي او بیا يې خپلو خپلوانو ته سپاري.
دوی وايي چې تر دې وړاندې يې هم پنځوس تنه ښځې او ۸۱ تنه ماشومان خپلو وارثانو ته سپارلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG