د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار جرګه د داعش وسله والو کورنۍ د پښتونخوا جرګې ته سپاري


ننګرهار کې د قبایلو چارو ریاست په انګړ کې د خیبر پښتونخوا له قبایلي مشرانو سره جرګه

د چارشنبې په ورځ د خیبر پيښتونخوا له بېلابېلو سيمو د قومي مشرانو يوه پلاوی په ننګرهار کې د قبایلو چارو ریاست په انګړ کې د دې لپاره سره جرګه شول چې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر او نومبر مياشت په ننګرهار کې افغان دولت ته د تسلیم شویو داعش وسله والو ښځې او ماشومان وروسپارل شي.

د اچین ولسوالۍ ملک عثمان شینواری چې د یادې جرګې غړی دی له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ''دا ښځې او ماشومان د يوه امانت په ډول موږ دوی ته سپارو. او کوم چې پاتې شول، هغه به هم د عزت په جامه کې هغو خلکو ته سپارو چې د دوی وارثین وي.''

د خیبر د اپرېدو کوکيخېلو یو ملک عصمت الله هم په دغه پلاوی کې مل دی، مشال راډيو ته وویل، افغان ولسشمر فرمان خپور کړی وو چې د داعش وسله والو د کورنیو غړي دې قبایلي مشرانو او د هغوی وارثانو ته سپارل کېږي. نوموړی زیاتوي: ''په همدې حساب موږ راغلو، دلته مو جرګه جوړه کړه، په جرګه کې فیصله وشوله چې قبایلي مشرانو ته به دا ماشومان او ښځې ورسپارل کېږي او وروسته به یې دوی خپلو کورنيو ته سپاري.''

د ننګرهار د دیني عالمانو شورا استازي مولانا حبیب الله جلال ابادي وویل، دا تسلیم شوي ښځې او ماشومان ټولې پښتونخوا ته د افغانانو د مينې او شفقت ډالۍ ده.

دی زیاتوي هغوی چې څه وکړل، هغه يې وکړل، ''خو موږ د هغوی په ځواب کې ورته عمل و نه کړ. موږ هغوی ته خپل امانت چې ښځې او ماشومان دي ورسپارو.''

د ننګرهار چارواکي وايي، دا مهال تر اوه نیم سوه پورې د داعش وسله والو ښځې او ماشومان ورسره دي چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا دي.
ټاکل شوې چې د جنوري په نهمه نېټه د یوه فهرست او پېژندګلو له مخې ښځې او ماشومان د جرګې له لارې به قبایلي مشرانو ته ورسپارل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG