د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ترهګریز کمپاین نور نه زغمو: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل بیان کوي. ۲۰۲۰، ۸ جون
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل بیان کوي. ۲۰۲۰، ۸ جون

د سېشنې او چارشنبې په منځنۍ شپه په عراق کې د امریکا پر دوو پوځي اډو د ایران تر راکټي بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (د جنورۍ اتمه) په خپله غبرګوني وینا کې وویل، تر هغو چې زه د امریکا ولسمشر یم، ایران به اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې په خپلو څرګندونو کې وویل، خوشاله یم، خپل هېوادوال خبر کړم چې بېګا شپه د ایراني ریژیم په برید کې هېڅ یو امریکايي ته مرګژوبله نه ده اوښتې. د نوموړي په وینا له بریده یې اډې ته برسیرن زیان اوښتی دی. او ویې ویل، دا د دواړو ښکلېو خواوو او نړۍ لپاره ښه شوه چې هېڅ د سر زیان وانوړېد.

د ده په وینا ستر امریکايي ځواکونه د هرڅه پروړاندې چمتو دي.

ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې د سر زیان ځکه وانوښت چې د بریدونو په اړه واردمخه خبرولو نظام ډېر جدید او پیاوړی دی او تر برید وړاندې یې خپل خلک خوندي کړل.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، چې نړۍ له ۱۹۷۹ ز کال راهیسې د ایران رژیم ورانوونکې او بېټېکه کوونکی چلند زغمي. نور دغه ورځې تېرې شوې. د ده په وینا ایران په منځني ختیځ کې د ترهګرۍ سمبالونکی او تمویلونکی دی، او په اټومي وسلو پسې ځغل یې مهذبې نړۍ ته ګواښ راڅېرمه کړی دی او موږ به یې کله دې پرېنږدو.

ولسمشر ټرمپ وویل، تېره اونۍ یې د یوه بې رحمه ترهګر د له منځه وړلو لپاره ګام واخېست چې د امریکایانو ژوند ته یې خطر راڅېرمه کړی وو. امریکا د نړۍ یو د سر سر ترهګر قاسم سلیماني چې د قدس ځواک مشر وو نابوده کړ.

ولسمشر ټرمپ پر ایران د نورو اقتصادي بندیزونو لګولو دړکه ورکړه او زیاته یې کړه چې دا بندیزونه به تر هغو وي چې ایران لارې ته نه وي راغلی.


د نوموړي په وینا چې سلیماني په خپل سر په ځینو سختو ځورونو کې لاس درلود. هغه د حزب الله په ګډون ترهګرې پوځي ډلې روزلې او پر ولسي ځایونو یې ترهګر بریدونه ترسره کول. هغه په ټوله سیمه کې خپلمنځیو جګړو ته لمن وهله. هغه د زرګونه امریکايي سرتېرو په وژلو کې لاس درلود، لکه د سړکغاړې بمي چادونو په ترسره کولو کې ښکېل وو.

سلیماني په دا وروستیو کې پر امریکايي عسکرو د برید امر ورکړی وو چې پکې یو سرتېري وژل شوی او څلور نور سخت ژوبل دي. هغه پر امریکایانو د نورو بریدونو نیت درلود. د هغه لاسونه د امریکایانو، ایرانیانو دواړو په وینو سره دي. هغه باید ډېر پخوا له منځه وړل شوی وی او د هغه په وژلو سره ترهګرو ته دا پیغام ورسول شو چې که تاسو خپل ژوند قدرمن ګڼئ خو د بل ژوند ته باید خطر جوړ نه شئ.

ولسمشر ټرمپ پر ایران د نورو اقتصادي بندیزونو لګولو دړکه ورکړه او زیاته یې کړه چې دا بندیزونه به تر هغو وي چې ایران لارې ته نه وي راغلی.

ټرمپ په خپله وینا کې وویل، چې ایران د خلیج په اوبو کې پارونې کړې، د سعودي عرب تېلو اسانتیاوې یې په نښه کړې، د امریکا دوې ډرون الوتکې ویشتلې.

نوموړي وویل چې ایران سره د اټومي وسلو احمق تړون چې په بدل کې ورته یو سل پنځوس اربه ډالر منل شوې وې او یو اعشاره اته اربه ډالره خو یې ګرسره نغدې ورکړې، پرځای د دې چې دوی امریکا ته ووایه مننه، خو په هم هغه ورځ چې تړون لاسلیک شو، په ایران کې (مرګ پر امریکا) چیغې وهل کېدلې.

ولسمشر ټرمپ وویل، د برېتاینا، جرمني، فرانس، روس او چین، لپاره وخت راورسېد چې دا حقیتونه درک کړي. دوی باید له ایران سره له کړي تړونه پرشا شي. د نوموړي په وینا د ایران له لوري ترهګریز کمپاین نور نه زغمي. ​

ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې وویل، چې امریکا دا مهال ټر ټولو زیات تېل او غاز مومي او د منځني ختیځ تېلو ته یې هېڅ اړتیا نشته.

هغه وویل، امریکا زښته عصري او د پراخ وراني توغندي لري خو کارول یې نه غواړي، د نوموړي په وینا ترهګرو ته ځواب په خپل پرمختللي اقتصاد ورکوي.

ولسمشر ټرمپ وویل، د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي چې د زرګونو خلکو چې پکې مسلمانان او عیسویان شامل ول، په وینو لاسونه سره ول، هغه مو له منځه یووړ. د داعش په لسګونه زره وسله وال مو ووژل او یا مو ونیول. اسلامي دولت د ایران طبعي دښمن وو، د هغه نابودول د ایران لپاره په ګټه ول، او موږ د دغه ډول ګډو لومړیتوبو لپاره باید په ګډه کار وکړو.

او د خپل بیان په پای کې یې وویل، امریکا له هغو ټولو سره سوله غواړي چې په لټه کې یې دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG