د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې میشت وزیرستاني کډوال ژمنۍ مرستې غواړي

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران او د ګلان کېمپ اوسیدونکي له افغان حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړي، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي.

دوی وايي، څو ورځې مخکې ګلان کېمپ ته د پکتیکا د برمل او لمنې څخه یو شمېر کورنۍراغلي، چې نه يې سرپناه شته او نه هم خوراکي توکي لري.

وزیرستانیو کډوالو او مشرانو يې یادې ستونزې نن د چارشنبې په ورځ په ګلان کېمپ کې مشال راډیو سره شریکې کړې.

د وزیروقومیو مشر عمرخان وویل، د لمنې څخه راغلې نوې کډې د ژوند هیڅ اسانتیا نه لري.
دده په وینا، د خوست د سپیرې په میرڅپر سیمه کې د واورې د اورښت له کبله هم کډوال د ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دی د ژمي سړو ته په کتو وايي، په اول ګام کې دې د کډوالو د سرپناه ستونزې ته رسیدنه وشي او د دې په خوا کې ژمنیو توکو ته يې هم اړتیا بیخي ډېره ده.

په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر ملک جمشید مسید هم وايي، نوی راغلې کډې تر هر څه مخکې سرپناه ته اړتیا لري او خوراکي توکي هم نه لري.

د ده په وینا، هغه کډوال چې له مخکې په ګلان کېمپ کې اوسیږي، د هغوی خیمې هم زړې شوې دي او نړیوال خوراکي پروګرام دې دوی سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.

په ګلان کېمپ کې د عبدالله په نوم یو کډوال چې د بنو اوسیدونکی دی وایي، د وارو له اوریدو څو ورځې مخکې د پکتیکا له لمنې ځینې کډې راغلي، چې د سرپنا او خوراکي توکو هیڅ اسانتیايې نشته.

دی زیاتوي، هغه کورنۍ چې له مخې پدې کېمپ کې اوسیږي، هغوی هم د ژمنیو توکو، سونګ موادو او خوراکي توکو له ستونزو سره مخامخ دي او غوښتنه کوي، چې دوی سره دې پدې برخه کې مرستې وشي.

ګلان کېمپ د خوست د ګربزو په ولسوالۍ کې موقعیت لري.

دا چې ګلان کېمپ کې د مرستو بهیر ولې ستونزې لري، د ګربزو ولسوال محمدیونس ځدراڼ وویل، اول مشکل دادي، چې پدې ځای کې د کډوالو شمېر توپیر کوي او دقیق ارقام يې نشته.

دی زیاتوي، په ژمي کې د کډوالو د اړتیاوو ستونزه يې د خوست مشرتابه ته وړاندې کړې او هغوی پدې اړه اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې یادې ادارې به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دوی سره مرستې وکړي.

بل لوري ته د خوست د کډوالو چارو رئیس محمدهاشم حلیم وايي، د بیړنیو حالاتو لپاره تدابیر شته او که اړتیا پېښیده دوی کولی شي، له یوې تر دریو ورځو پورې موده کې زیانمنو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

ده وویل، دوی ته هیڅ داسې راپور چې په ګلان کېمپ کې دې چتونه رالویدلي وي، نه دی رسیدلی.

د خوست د کډوالو چارو رئیس وايي، دوی ګلان کېمپ ته د پکتیکا له برمل ولسوالۍ څخه د نویو راغلو کورنیو د سروې لپاره پلاوی رالیږلی وو، چې پنځوس داسې کورنۍ يې تشخیص او ثبت کړي دي.

دده په وینا چې پدې اړه يې مرستندویه ادارو، یونسیار او حکومتي ادارو سره ګډه غونډه رابللې، تر څو هغوی ته مرستې راجلب او په دوی يې وویشي.

په ۲۰۱۴ ز کال کې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو پر مهال خوست او پکتیکا ته هم د وزیرستانیو کډوالو ډېرې کورنۍ راکډه شوې وې، چې یوه برخه يې بیرته ستنه شوې، خو بیا هم د خوست د بیلابیلو سیمو په ګډون ګلان کېمپ کې زرګونه کورنۍ میشتې دي.

په خوست او پکتیکا کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری، نړیوال خوراکي پروګرام او نورو مرستندویه بنسټونو لخوا د مرستو په کمیدو دوزیرستانیو کډوالو ستونزې ډېرې شوې دي.

نور وښیئ

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG