د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځي قانون ملاتړ په اړه د پاکستان اپوزيشن تر پوښتنو لاندې؟


د پاکستان پوځي قانون ملاتړ په اړه د پاکستان اپوزيشن تر پوښتنو لاندې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان قامي اسمبلۍ وروسته سېنېت هم د جنورۍ پر اتمه نېټه ددې هېواد د پوځي مشرانو د کاري مودو د زياتولو په اړه د حکومت له خوا وړاندې شوي قانونونو مسودې منظورې کړې.د ولسمشر تر لاسليک وروسته به قانونونه رسمي بڼه خپله کړي.اپوزيشن ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز او عوامي نېشنل پارټۍ په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د قانونونو ملاتړ کړی چې دې خبرې ددې ګوندونو ځينې غړي او سياسي چارو پوهان حيرانه کړي دي. دغو درې واړو ګوندونو تور پورې کړی وو چې د جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ پوځ د تېرکال په عامو انتخاباتو کې په داندلي کولو سره تحريک انصاف په حکومت کې راوستی وو. د اپوزيشن دغو دوو مهمو ګوندونو ملاتړ د پاکستان د سياست کوم اړخونه په ډاګه کړل؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي صالح محمد، په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلم ليګ نواز غړي جمشيد خان او د مشال راډیو همکار طاهر خان سره څېړل شوې دي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ وروسته سېنېت هم د جنورۍ پر اتمه نېټه ددې هېواد د پوځي مشرانو د کاري مودو د زياتولو په اړه د حکومت له خوا وړاندې شوي قانونونو مسودې منظورې کړې.د ولسمشر تر لاسليک وروسته به قانونونه رسمي بڼه خپله کړي.اپوزيشن ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز او عوامي نېشنل پارټۍ په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د قانونونو ملاتړ کړی چې دې خبرې ددې ګوندونو ځينې غړي او سياسي چارو پوهان حيرانه کړي دي.
دغو درې واړو ګوندونو تور پورې کړی وو چې د جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ پوځ د تېرکال په عامو انتخاباتو کې په داندلي کولو سره تحريک انصاف په حکومت کې راوستی وو.
د اپوزيشن دغو دوو مهمو ګوندونو ملاتړ د پاکستان د سياست کوم اړخونه په ډاګه کړل؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي صالح محمد، په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلم ليګ نواز غړي جمشيد خان او د مشال راډیو همکار طاهر خان سره څېړل شوې دي.


XS
SM
MD
LG