د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاسم سلیماني له څو ساعته ځنډ وروسته خاورو ته وسپارل شو


د قاسم سليماني د جنازې په مراسمو مهال د ګڼې ګوڼې له کبله په ټېل ماټېل کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د قاسم سليماني د جنازې په مراسمو مهال د ګڼې ګوڼې له کبله په ټېل ماټېل کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ايران د ځواکمن جنرال، قاسم سليماني مړى په سېشنبه ناوخته تر څو ساعته ځنډ وروسته خاورو ته وسپارل شو.

د ايران چارواکو د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سليماني د جنازې مراسم له هغه وروسته وځنډول چې د ګڼه ګوڼې له کبله په ټېل ماټېل کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سليماني په پلرني ټاټوبي کرمان کې د دغه ټېل ماټېل د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.

٦٢ کلن سليماني له ايرانه بهر د تهران د پټو او پوځي عملياتو په اجرا کې مرسته کوله.

قاسم سلیماني
قاسم سلیماني

د جمعې په ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې د هغه وژل کېدو د امريکا د متحدو ايالتونو او ايران ترمنځ اړيکې لا کړکېچنې کړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي چې قاسم سليماني عراق ته په ډيپلوماتيک ماموريت تللى و.

خو په ځواب کې د جنورۍ پر ۷مه په واشنګټن کې د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وويل: "ايا داسې سابقه شته چې وښيي دغه ښاغلى، مهربان او د ښه نظم خاوند ډيپلومات قاسم سليماني بغداد ته د سولې د کوم ماموريت پرمخ بیولو لپاره په سفر تللى و؟ دې خبرې نن سهار خبريالان وخندول، په زړه پورې ده، خو موږ پوهېږو دا خبره رښتيا نه ده، نه يوازې په سابقه پوهېږو بلکې د امريکا د حملې پر مهال هم پوهېدو چې دا خبره سمه نه ده."

د قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته تهران او واشنګټن د يو بل په وړاندې د ځوابي اقدام خبردارى ورکړى دى.

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په سېشنبه په تهران کې له CNN ټېلېويژن شبکې سره په مرکه کې بيا دغسې خبردارى ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوا ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوا ظریف

هغه وویل: "موږ به متناسب ځواب ووايو، نه غيرمتناسب، ځکه موږ قانون ته ژمن يو، موږ داسې خلک يو چې قانون ته غاړه ږدو، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوندې ياغي نه يو."

بلخوا د ايران سپاه پاسداران انقلاب وتلي قوماندان حسين سلامي په سېشنبه خبردارى ورکړ، چې ايران به د سليماني د وژنې له کبله هغه نامشخص ځايونه په اور وسوځوي، چې امريکا يې ملاتړ کوي.

د جنوبي او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز د جنورۍ پر ۷مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې يوه کنفرانس ته وويل، قاسم سليماني په ګڼو وژنو کې لاس درلود.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز

هغې زیاته کړه: "جنرال سليماني پر امريکايانو د بريدونو لپاره په فعالانه ډول پلانونه جوړول، جنرال سليماني او د هغه قدس ځواک د سلګونو امريکايي او ایتلافي پوځيانو د وژنې او زرګونو نورو د ټپي کولو مسوول دي خو يقينن پر سليماني د دې حملې هدف د ايران د بريدونو د نورو پلانونو شنډول وو."

په امريکا کې ډيموکراټان چې د قاسم سليماني د وژنې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پرېکړه انتقاد کوي وايي، دا اقدام به امريکا له ايران سره يوې بالقوه ويجاړوونکې جګړې ته وڅیکوي.

په همدې حال کې کاناډا او په اروپا کې د امريکا ځينو نورو متحدانو له عراق څخه په موقت ډول د خپلو سرتېرو اېستل پيل کړي دي.

ناټو هم ويلي چې په عراق کې یې خپل روزنيز ماموريت په موقت ډول ځنډولى دى.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG