د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د امریکايي ځواکونو پر دوو اډو د ایران راکټي بریدونه

ډونالډ ټرمپ ویلي: "مونږ هر ځای د نړۍ تر ټولو قوي او مجهزه پوځ لرو."
ډونالډ ټرمپ ویلي: "مونږ هر ځای د نړۍ تر ټولو قوي او مجهزه پوځ لرو."

په عراق کې د امریکا په دوو پوځي اډو د ایران تر راکټي بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټویټر کښلي چې "هر څه ښه دي".

هغه ویلي د ایران له خوا په عراق کې پر دوو پوځي اډو راکټونه لګېدلي او دا مهال د تلفاتو او زیانونو په اړه پلټنې روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې: "موږ هر ځای د نړۍ تر ټولو پیاوړی او په درسته سمبال پوځ لرو."

ټرمپ ویلي سهار به په دې اړه یو بیان ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ

تر اوسه جوته نه ده چې امریکا به څه ګام اخلي خو وار له مخه په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او د هغه د ملي امنیت د ټیم خبرې پيل شوي.

امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو سپینې ماڼۍ ته رسېدلي دي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون مخکې تایید کړې وه چې ایران نن سهار وختي په عراق کې د عین الاسد او ایربیل پر دوو پوځي اډو چې پکې امریکايي او ایتلافي ځواکونه دېره دي راکټي بریدونه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو ویلي چې دوی د امریکا په لاس د خپل وژل شوي پوځي جنرال قاسم سلیماني په غچ کې دا بریدونه کړي او پر امریکا ږغ کوي، له سیمې خپل سرتېري وباسي چې و نه وژل شي.

قاسم سلیماني د ایران سپاه پاسدران د قدس ځواکونو عمومي قومندان و چې تېره جمعه د جنورۍ پر درېمه د بغداد په نړیوال هوایي ډګر کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

قاسم سلیماني
قاسم سلیماني

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم وروسته پر ټویټر لیکلي چې ایران دا بریدونه د ځان په دفاع کې کړي.

هغه کښلي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر اساس د ځان د دفاع لپاره په یوه متناسب اقدام کې هغه اډه هدف ګرځولې چې د ایران د خلکو او لوړپوړو چارواکو پر ضد یې بریدونه کړي و.

جواد ظریف بیا دا هم لیکلي چې تاوتریخوالی یا جنګ نه غواړي خو د هر ډول یرغل په وړاندې دفاع کوي.

د امریکا د استازیو جرګې مشرې ننسي پلوسي ویلي چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو تر هدف ګرځېدو وروسته وضعیت څاري او باید لومړی د امریکايي سرتېرو خوندیتوب یقیني شي.

د امریکا د استازو جرګې مشره ننسي پلوسي
د امریکا د استازو جرګې مشره ننسي پلوسي

هغې پر خپل ټويټر باندې په یوه بیان کې دا ټینګار کړی چې د امریکا اداره باید بې ځایه پاروونې ختمې کړي او ایران دې هم خپلې سرغړونې پای ته ورسوي.

ننسي پلوسي زیاته کړې چې امریکا او نړۍ بله جګړه نه شي زغملی.

XS
SM
MD
LG