د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: چاودنې دوه تنه وژلي، ۱۶ ژوبل


کوټه: بمي چاودنې دوه تنه وژلي ۱۶ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

کوټه: بمي چاودنې دوه تنه وژلي ۱۶ ژوبل

د کوټې و باچاخان چوک ته نزدې په یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې دوه سرحدي عسکر هم شامل دي.

چاودنه نن مازیګر د عبدالستار روډ او مېکانګي سړک پرکونج هغه مهال وشوه کله چې د سرحدي عسکرو یو ګاډی له هغه ځای سره تېرېدلو.

په چاودنه کې ژوبل کسان د کوټې روغتون ته رسول شو دي. د کوټې پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه په پېښه کې د دوو کسانو د وژل کېدو پخلی ګړی دی او ویلي یې دي چې چاودنه په موټرسایکل کې له اېښودل شویو باروتو شوې ده.

یوه ډله چې خپلځان تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار بولي، یوه ویاند په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبریال طاهر خان ته ویلي چې یاد برید د دوی د 'حقاني' عملیاتو ډلې کړی دی.

په کوټه ښار کې له کلونو راهسې بیا بیا بمي چاودنې کېږي چې تر اوسه یې په سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د پېښې غندنه کړې او دا یې تره ګري بللې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG