د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان ناروغانو ته ویزه اسانه کړې


افغانستان: کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د ویزې په انتظار: ۲۰۱۹، ۴ نومبر
افغانستان: کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د ویزې په انتظار: ۲۰۱۹، ۴ نومبر

په افغانستان کې د پاکستان سفارت ناروغانو ته د ويزو ورکولو لپاره نوې تګلاره اعلان کړې ده.

د جنورۍ پر شپږمه خپور شوي بيانوايي، دا ګام يې د افغانستان يخنۍ ته په کتو سره اخيستی دی.

په بيان کې ویل شوي چې افغان ناروغان اړتيا نلري چې سفارت ته ورشي بلکې تيماردار يې اسناد وروړلی شي.

بيان زياتوي، دغه کسان د ماسپښن له درو څخه تر پنځو بجو په مينځ کې د سفارت اووم نمبر دروازې ته ورتلای شي.

بيان وايي، د پاکستان ويزه به له ناروغه کس سره سره يوازې يوه تيماردار ته ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG