د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ماه جبین قزلباش سره د خیبر پښتونخوا حکومت پینځه لکه روپۍ مرسته


د خیبر پښتونخوا کلتور څانګې مشره شمع نعمت د ماه جبین قزلباش له لور سره په روغتون کې ولیدل: ۲۰۲۰، ۰۶ جنوري
د خیبر پښتونخوا کلتور څانګې مشره شمع نعمت د ماه جبین قزلباش له لور سره په روغتون کې ولیدل: ۲۰۲۰، ۰۶ جنوري

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې ماه جبین قزلباش د درملنې لپاره د خيبر پښتونخوا حکومت پينځه لکه روپۍ مرسته اعلان کړې.

د کلتور څانګې مشرې شمع نعمت مشال راډيو ته وویل چې سمدستي یې په روغتون کې د مه جبین لور ته يو لک روپۍ سپارلي دي.

مه جبین دا مهال د پېښور په یوه روغتون کې د زړه ناروغۍ تر درملنې لاندې ده.

شمع نعمت وايي، صوبايي حکومت ورته پينځه لکه روپۍ مرسته اعلان کړې او زیاتوي چې د ماه جبین قزلباش په ګډون د نورو فنکارانو مرسته به کوي. د دې په وینا صوبايي حکومت د فن او فنکارانو احترم کوي.

شمع نعمت زیاتوي: (په روغتون کې مې د ماه جبینې له لور هما او زوی شاهد سره ولیدل او ډاډ مې ورته ورکړ چې د خیبر پښتونخوا حکومت به چرې هم تاسو يواځې نه پرېږدي او روغتون عملې ته مو هم امر وکړ چې د ماه جبین قزلباش علاج ته دې خصوصي توجه ورکړي.)

د کلتور محمکي مشره شمع نعمت دا هم وویل چې حکومت به یې د خيبر پښتونخوا فنکارانو او هنرمندانو سره مرستې جاري ساتي او د هغوی د خیرښېګړې لپاره به پروژې هم پیلوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG