د لاسرسي ځای

تازه خبر

له عراقه د امریکايي پوځیانو وتل به د سختو بندیزونو په بدل وي: ټرمپ


ښاغلي ټرمپ دا خبرداری وروسته له هغې ورکړ چې د عراق پارلمان پرون د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
ښاغلي ټرمپ دا خبرداری وروسته له هغې ورکړ چې د عراق پارلمان پرون د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته خبرداری ورکړ چې که امریکایي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي، سخت بندیزونه به پرې ولګوي.

ټرمپ یوځل بیا ایران ته خبرداری ورکړچې د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستو لپاره د امریکا پراهدافو حمله وکړي، تاریخي ځایونه یې به یې د حملې لپاره په نښه کړي.

ښاغلي ټرمپ دا خبرداری وروسته له هغې ورکړ چې د عراق پارلمان پرون د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

دغه پریکړه لیک د عراق له حکومته غواړي، دې ته په پام سره چې په دې هیواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه بریالۍ شوې او نورعملیات پای ته رسیدلي، له نړیوالو ځواکونو د مرستې غوښتنه دې بیرته واخلي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې، د عراق د صدراعظم عادل عبدالمهدي حکومت باید په عراق کې د ټولو بهرنیو پوځیانو حضورپای ته ورسوي او هم دغه ځواکونه له دې منع کړي چې د دې هیواد له خاورې، هوایي قلمرو او اوبو څخه په هردلیل چې وي، نورکار واخلي.

د سپینۍ ماڼۍ د خبري برخې د راپورونو له مخې، ټرمپ وویل چې د ایران د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني د وژلو په خاطر که بغداد له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه، موږ به ترهغې ونه وځو چې د پوځي لویې هوایي اډې لپاره چې په دې هیواد کې مو جوړه کړې، موږ ته پیسې رانکړي.

ټرمپ چې په ایرفورس ون الوتکه کې سپرو خبریالانو ته څرګندونې کولې دغه راز وویل، پردې اډې موږ ډیرې پسې لګولي، دا په عراق کې زموږ یوه ډېره مهمه اډه ده. د دې اډې پرجوړولو موږ ملیارډونه ډالرلګولي دي.

د امریکا متحده ایالات په عراق کې شاوخوا پنځه زره پوځي پرسونل لري، چې ډېری یې پوځي سلاکاران دي.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قومندان د جمعې په ورځ په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قومندان د جمعې په ورځ په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

تهران ته بیا د ټرمپ خبرداری

ولسمشرټرمپ د قاسم سلیماني تروژل کیدو وروسته د ایراني مشرانو مخ په زیاتېدونکو غچ اخیستونکو ګواښونو ته په اشاره بیا مخکینی خبرداری تکرار کړ او ژمنه یې وکړه چې د ایران پر تاریخي ځایونو به حملې وکړي او د ایران هرې حملې ته به سخت ځواب ورکړي.

ټرمپ په دې اړه چې که د ایران پرتاریخي ځایونو حمله وشي، هغه به د نړیوال قانون له مخې جنګي جنایت وګڼل شي، د خپلې ادارې دننه اندېښنې له پامه وغورځولې او ویي ویل چې دی به دا کار وکړي که ایران حمله وکړي.

ټرمپ زیاته کړه، که ایران زموږ خلک وژنې، زموږ خلک شکنجه کوي، معیوبوي او زموږ خلک د سړکغاړې په بمونو الوزوي، ولې به موږ دا اجازه و نه لرو چې د دوی تاریخي ځایونه په نښه کړو.

په عین حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل که تهران د سلیماني د وژلو لپاره غچ واخلي، نور ایراني مشران به هم په نښه کړي.

پامپیو په تېرو دوو ورځو کې له ډېرو ټلویزیوني چینلونو سره په خبرو کې وویل، که ایران په عراق، سوریه، یمن، لبنان او نورو ځایونو کې له نیابتي ځواکونو څخه پر امریکایي هدفونو د حملو لپاره کار واخلي، د امریکا ځواب به یواځې په دغو ځواکونو پورې محدود پاتې نشي.

په تهران کې د قاسم سلیماني د جنازې مراسم

د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو د پخواني وژل شوي قومندان قاسم سلیماني د جنازې مراسم نن په تهران کې جوړشوي دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي د هغه تابوت ته د درناوي مراسم پرځای کړل. نوموړي هغه مهال وژړل چې کله يې د ماتمي دستورې پر مهال د قاسم سليماني د جنازې امامت کولی. دا وخت د سليماني مړی په تابوت کې پروت وو.

د ایران د دولتي ټلویزیون له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کیږي چې په لسګونو زره کسانو د سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی دی. د سلیماني جنازه د ایران له څو ښارونو تېرېږي او سبا سې شنبې به د هغه په پلرني ټاټوبي کرمان کې خاورو ته وسپارل شي.

سلیماني د تېرې جمعې په ورځ د بغداد نړیوال هوایي ډګر ته نژدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG