د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق پارلمان د امریکايي پوځیانو وتلو پرېکړه لیک منظور کړ


د عراق پارلمان
د عراق پارلمان

د عراق پارلمان له خپل هېواد څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پرېکړه لیک منظور کړ.

د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د ایران د قدس ځواک د عمومي قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د عراق پارلمان په یکشنبه له خپل هېواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو پرېکړه لیک ته رایې ورکړې.

په دې قرارداد کې ویل شوي: "د عراق حکومت ژمن دی چې د داعش پرضد په جګړه کې له نړیوال ايتلافه د مرستې لپاره خپله غوښتنه لغوه کړي ځکه چې دا عملیات په بري پای ته رسېدلي دي."

د پارلمان د غړیو په پرېکړه لیک کې همداراز راغلي: "د عادل عبدالمهدي حکومت باید په عراق کې د بهرنیو ځواکونو شتون پای ته رسولو او د عراق خاوره، هوا او سمندري قلمرو له کارولو مخنیوي لپاره هڅې وکړي."

د عراق پارلمان پرېکړه لیکونه لازم الاجرا نه دي خو د دغه هېواد وزیر اعظم مخکې له پارلمان څخه غوښتي و چې په عراق کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د ژر تر ژره پای ته رسېدا لپاره اقدام وکړي.

مهدي د خپل هیواد د پارلمان غړیو ته په وینا کې ویلي، سره له دې چې ښايي هيواد یې له کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخامخ شي، خو دا کار په اصولو او عمل کې د عراق په ګټه دی.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي
د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي

هغه زیاته کړه: "د هغو بهرنیو ځواکونو حضور چې په عراق کې جنګي چارې پر مخ وړي، جواز نه لري، په عراق کې د داعش د حضور د پای ته رسېدا تر دوو کلونو ډېر وخت وځي نور نو د عراق دولت باید د بهرنیو ځواکونو د شمېر د کمېدا او ورپسې په عراق کې د هغوی د بشپړې خاتمې لپاره یو لازم الاجرا مهالوېش جوړ کړي."

له بلې خوا د عراق د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په بغداد کې یې د امریکا سفیر احضار کړی چې د امریکا هغه هوايي حمله وغندي چې په لړ کې یې قاسم سلیماني، د عراقي ملېشو یو قوماندان او څو نور جګړه مار ووژل شول.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا بریدونه د عراق د ملي حاکمیت څرګنده سرغړونه ده او په عراق کې د داعش پر ضد د ايتلاف د ماموریت په اړه د موافقو خلاف ده.

مخکې تر دې چې د سلیماني مړی ایران ته یووړل شي، عراقي ویرکوونکو د ده د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په ایران کې پرون سلګونه زره د سلیماني د جنازې د مراسمو لپاره راټول شوي وو.

په لبنان کې هم د حزب الله پلویانو، چې د ایران متحدان دي، څو ځایه غونډې وکړې.

د حزب الله مشر حسن نصرالله په یکشنبه په یوه ټېلېوژني وینا کې خپلو پلویانو ته وویل: "تر کومه ځایه چې د عراقیانو او د هغوی د مقاومت په اړه خبر یوو، د ابوالفضل عباس (عراقي شییعه ګان) درانه بچیان به په عراق کې یوه امریکايي پوځي ته هم اجازه ور نه کړي."

د حزب الله مشر حسن نصرالله
د حزب الله مشر حسن نصرالله

د امریکا متحد ایالتونه په عراق کې نږدې ۵ زره پوځیان او پوځي پرسونل لري چې اکثره یې سلاکاران دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په خپلو ټویټونو کې وویل چې پر سلیماني د حملې امر یې ورکړ ځکه چې سلیماني په عراق کې د امریکا پر هدفونو حملې تنظیمولې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جنورۍ پر پنځمه د قاسم سلیماني د وژل کېدو د پرېکړې دفاع وکړه، ویې ویل چې که دا کار نه وای شوی لوی خطر پېښېدای شوای.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG