د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزو خلک د ښوونځيوو رغېدل او استادانو زياتېدل غواړي


Peshawar, Khyber Pkhtunkhwa: Students at a community school in Chamkani
Peshawar, Khyber Pkhtunkhwa: Students at a community school in Chamkani

پېښور ـ په اورکزو کې خلکو له حکومته غوښتنه کړې چې په سکولونو کې دې ورته د استادانو کمی پوره کړي.

ځينو يې د جنورۍ په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې ځيني ښوونځي بيا رغېدل هم غواړي.

په دوی کې يو تن عیسا خان اورکزي وويل چې د لږو استادانو له کبله د تعليم معيار سم نه دی او بايد حکومت دا ستونزه حل کړي.

"حکومت هر کال وايي چې د تعلیم لپاره بیړنۍ هڅې کوي، خو که د اورکزو حالت وګورئ، دلته ۴۹۳ سکولونه دي، نو په هغو کې ۵۰۰ بستونه خالي دي، نو حکومت له پکار دي چې په هغو زر نه زر خلک په کار وګوماري."

نوموړی وايي، که حکومت دا ګام پورته کړي نو دوه ګټې به یې کړې وي. لومړی دا چې په سیمه کې به تعلیم عام شي او دویمه دا چې د خلکو غربت به ورسره ختم شي.

د محمد نقیر اورکزي په نوم یو بل کس وايي، اول خو د هغوی په سیمه کې سکولونه نشته او که بیا شته هم نو په هغو کې بیا سهولتونه نشته. نوموړی وايي، د نوي تعلیمي نصاب سره سم په سکولونو کې زیاتو استادانو ته ضرورت وي او یو استاد د ډېرو استادانو مسولیت په ځان نشي اخېستی نو حکومت دې دې خبرې ته پام وکړي.

په اورکزو کې د تعليم څانګې مشر، زاهدالله شاه د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو سره خبرو کې ومنله چې د پنځه سوه استادانو ځای خالي دی. خو هغه زياته کړه چې د دې چوکيو د ډکولو لپاره يې ازموينې يا ټيسټونه اخیستل پېل کړي دي.

هغه زیاته کړه:

"د نویو استادانو د ټسټونو د اخیستو پروسه هم مکمله شوې ده. د ځینو خو نتیجې هم موږ ته لاسو ته راغلي او کار مو هم پرې پیل کړی دی. امید دی چې په راتلونکو دوو، درو میاشتو کې به دا ستونزه هواره شي."

د اورکزو په تعلیمي ادارو کې دا مهال ۳۸ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې ورته د ۱۹ سوو په خواو شا کې استادان زده کړې ورکوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG