د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرګونه عراقیانو د قاسم سلیماني په جنازه کې ګډون وکړ


ارشیف
ارشیف

پراګ - د عراق پلازمېنه بغداد کې د جنورۍ پر څلورمه زرګونو کسانو د ایران د قدس ځواک وژل شوي مشر قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په ګډونوالو کې د نورو ترڅنګ د عراق وزیر اعظم عادل عبدال مهدي هم شامل وو.

پر دې مهال زیاتره کسانو د عراق ملي بیرغ رپولو.

دوی د بغداد له زرغونې ساحې تر شیعه مېشتو ښارونو کربلا او نجف پورې د لاریون پلان لري.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر درېیمه وویل، هغه ځکه د ایران د قدس ځواک د مشر وژلو امر وکړ چې د ده په وینا، د جنګ د درولو لپاره د قاسم سلیماني وژنه اړینه وه.

د نوموړي په وینا دغه ایراني جنرال د امریکا پر ګټو او اتحادیانو د بدمرغو بریدونو هوډ درلود.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د هغه له وینا لږه شیبه وړاندې له عراق څخه داسې راپورونه ورکړل شو چې د بغداد په شمال کې تاجي کیمپ ته نېږدې په یو بل ډرون برید کې ایران پلوه ملېشه په نخښه شوې ده.

خو په عراق کې د امریکا په مشرۍ کې د ایتلافي ځواکونو ویاند د جنورۍ پر څلورمه وویل چې په دې تازه برید کې هغوی لاس نه لري.

دا تر هغې وروسته ده چې امریکايي او ایرانیو چارواکو د جنورۍ درېیمې پر سهار وختي د بغداد پر نړیوال هوايي ډګر پر دوو ګاډو په امریکايي حمله کې د قاسم سلیماني د وژنې تصدیق کړی چې د ایران له تر ټولو ځواکمنو کسانو څخه یو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا دا ګام "ډېر خطرناک" بللی دی.

د امریکا پوځ تر هغې لږ ساعت وروسته د سلیماني وژنه تایید کړه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر د خپل هېواد د بیرغ انځور خپور کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG