د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: امریکا قاسم سلېماني د جګړې د مخنیوي لپاره وواژه


ولسمشر ډونلډ ټرمپ
ولسمشر ډونلډ ټرمپ

پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د جګړې پیلولو لپاره نه بلکې د جګړې د مخنیوي لپاره قاسم سلیماني وواژه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې د ولسمشر په توګه د ده دنده دا ده چې د امریکا او د دې هېواد د خلکو دفاع وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د جنورۍ پر درېمه ناوخته په فلوریډا ایالت کې ټرمپ په فلوريډا ایالت کې د وینا پر مهال وویل چې د هېواد ځواکونو یې د ده په قومنده د ایران لوړپوړی پوځي چارواکی قاسم سلیماني وواژه.

ده وویل چې قاسم سلیماني پر امریکايي ډیپلوماټانو او پوځيانو د برید پلانونه جوړول خو دی د دغو فعالیتونو پر مهال له منځه یووړل شو.

ډونالډ ټرمپ وویل " سلیماني له تېرو شلو کلونو راهيسې په منځني ختيځ کې د بې ثباتي رامنځته کولو لپاره ترهګریز فعالیتونه کول، پرون چې امریکا څه وکړل باید ډېر پخوا يې کړي وای د ډېرو خلکو ژوند به ژغورل شوی وای.”

ولسمشر ټرمپ وویل چې په دې وروستیو کې سلیماني په ایران کې د لاریونو د ځپلو مشري وکړه او د خپل حکومت په لاس تر زرو زیات کسان شکنجه او ووژل شول.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وینا پر مهال وویل چې “موږ دا ګام د جګړې پیلولو لپاره نه بلکې د جګړې درولو لپاره پورته کړ.”

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا بې پيلوټه الوتکې د جنورۍ پر درېمه په عراق کې د ایران لوړپوړی پوځي مشر او په منځني ختيځ کې د ایران د مخ پر زیاتېدو نفوذ تنظیموونکو قاسم سلیماني وواژه.

ایران په غبرګون کې د غچ اخيستلو ګواښ وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د جنورۍ پر درېمه له یوه ایراني تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې امریکا د سلیماني په وژلو سره یوه لویه تېروتنه کړې ده.

ده وویل، "امریکا په درو برخو کې لویه تېروتنه وکړه، یو دا چې د عراق د خپلواکۍ له حقه يې سرغړونه وکړه، بل دا چې له نړيوالو قوانینو یې سرغړونه وکړه او دریم دا چې په ټوله سیمه کې یې احساسات زخمي کړل.”

جواد ظریف زیاته کړه چې د ده په وینا دې تېروتنو ته غبرګون به د ایران له کنټروله وتلې خبره وي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس د جنورۍ پر درېمه ماسخوتن پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې سلیماني په یو شمېر بریدونو کې د لاس درلودو تر څنګ د هغې ۱۲ کسیزې ډلې له لسو کسانو سره افغانستان ته په غیر قانوني توګه په سفر کولو کې هم مرسته کړې وه چې پر امریکا يې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر پر ۱۱مه برید کړی وو.

۶۲ کلن قاسم سلیماني د قدس ځواکونو مشر وو.

دی په ایران کې تر ستر مشر ایت الله علي خامنه اي وروسته دوهم واک لرونکی کس بلل کېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG