د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قاسم سلیماني پر وژنه نړیوال غبرګونونه


سلیماني له علي خامنه يي سره
سلیماني له علي خامنه يي سره

د ایران ستر مشر علي خامنه یي خبرداری ورکړ چې د ده په وینا له هغو جنایت کارانو به چې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د قدس ځواکونو ځواکمن قومندان قاسم سلیماني یې وژلی، سخت غچ واخلي.

خامنه یي وویل، د امریکا دغه برید به د متحدو ایالاتونو پروړاندې د ایراني ولس د مقاومت ارداه دوه برابره کړي.

هغه په هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی او پرځای یې د قدس ځواکونو مرستیال قومندان اسمعیل قاآني د دې ځواک نوی قومندان نومولی دی.

د ایران ولسمشرحسن روحاني ویلي د سلیماني قتل به د متحدو ایالتونو پروړاندې د تهران مقاومت لا پیاوړی کړي.

سلېماني تیره یوه لسیزه کې ډېرمشهور ځکه شو چې تهران د سوریې په کورنۍ جګړه کې د سوریې د ولسمشربشارالاسد ملاتړ وکړ او د سوریې او عراق د رژیمونو د ملاتړ لپاره یې ملیشه ځواکونو د دغو رژیمونو د وسله والو مخالفینو په وړاندې جګړه کې ګډون وکړ.

د ایران ایرنا خبري آژانس د د دې هیواد د فاع وزیر امیر حاتمي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، تهران به د سلیماني د وژلو په مقابل کې ماتونکی غچ واخلي.

د ایران له ملاتړه برخمنې د حشد شعبي په مشرۍ د شییعه ډلې د خلکو د بسیج ځواکونو سرچینو ویلي چې په دغه برید کې د دې ډلې مرستیال قومندان ابومهدي المهندس هم وژل شوی دی.

په بغداد کې عکس العملونه

د عراق د صدرات سرپرست عادل عبدل مهدي ظاهراً د سلیماني او مهندس وژلو ته په اشاره دواړه شهیدان یاد کړي او هغوی یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پروړاندې بریا کې ستر سمبولونه بللي دي.

هغه وضعیت خطرناک بللی او ویلي یې دي چې ورسره به په عراق، سیمه او نړۍ کې د جګړې اورته لمن ووهل شي.

مهدي د عراق د پارلمان یوه اضطراري غونډه رابللی او ویلي یې دي چې باید د عراق د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د یقیني کولولپاره پریکړې وکړې.

د راپورونو له مخې په بغداد کې د امریکا سفارت پرسلیماني له هوایي برید وروسته امریکایي اتباعو ته خبرورکړی چې سمدستي له عراقه ووځي.

پنتاګون وویل چې دغې حملې ته پرون سهار ټرمپ اجازه ورکړې وه.

پنتاګون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې د ولسمشرد امرپراساس د امریکا پوځ په بهرکې د امریکا د پرسونل د ساتنې لپاره پریکنده دفاعي اقدام وکړ چې په نتیجه کې یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک چې امریکا هغه یوه بهرنۍ تروریستي ډله نومولې، ووژل شو.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې د دغې حملې هدف داوو چې د ایران د پلان شویو راتلونکو حملو مخه ونیول شي.

همداشان ویل شوي چې سلیماني په تیروڅو میاشتو کې په عراق کې دیره د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو حملې تنظیم کړې وې.

د سیمې مهمو او نړیوالو لوبغاړو عکس العملونه

اسراییل، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهوپرسلیماني د حملې په اړه د ولسمشرډونالډ ټرمپ پریکړه ستایلې اوویلي يې دي هماغسې چې اسراییل د خپل ځان د دفاع حق لري، متحده ایالات هم ورته حق لري.

د اسراییل پوځ د سلیماني د وژل کیدو په اړه د تهران له ګواښونو وروسته د تیارسۍ په حالت کې دی.

دمشق، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا حمله بې رحمانه، خاینانه، جنایتکارانه یرغل بللی دی.

پیکینګ، له ټولو خواوو په تیره بیا له امریکا غوښتنه کړې چې له آرامی اوزغم څخه دې کارواخلي او ویلي یې دي چې سوله او ثبات باید برلاسۍ وي.

مسکو، خبرداری ورکړی چې دغه وژنه به کړکیچ لازیات کړي.

د افغانستان ګاونډ پاکستان هم عکس العمل ښکاره کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې په یوه بیان کې په منځني ختیځ کې پروضعیت ژوره انديښنه ښکاره کړې اوهغه یې د سیمې او ثبات په وړاندې جدي ګواښ بللی دی.

په امریکا کې عکس العملونه

په امریکاکې دننه جمهوري غوښتونکو د ټرمپ دغه پریکړه ستایلې خو ډیرو ډموکراتانو پرې انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې له دې سره به د امریکا پرسونل له خطرسره مخامخ شي.

ولسمشرټرمپ چې خپله هم جمهوري غوښتونکی دی او مخکي یې په خپل ټویټ کې د امریکا بیرغ ایښی وچې هغه د امریکا د سترقدرت ښکارندویي کوي، نن په یوه ټویټ کې ویلي چې ایران هیڅکله جګړه نده ګټلې خو خبرې اترې هیڅکله ندي بایللي.

د استازیو جرګې مشرې، ډموکراتې نانسي پلوسي دا یوخطرناکه پرمختګ بللی دی.

جوبایدن چې د۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د ټرمپ په وړاندې د ډیموکراتانو یومهم سیال بلل کیږي ویلي چې هیڅ یوامریکایی به د قدس ځواک د مشرپروژلو خفه نشي خو زیاته یې کړې چې ولسمشرټرمپ د اورلګیتو قوطي ته پلته وهلې او په دې اړه چې د امریکایي ځواکونو او د امریکا د سفارت د پرسونل د امنیت د خوندي کولو لپاره څه پلان او ستراتیژي لري، باید د امریکا خلکو ته وضاحت ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG