د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو کې د پرمختیايي کارونو حکومتي دعوو ثبوت غواړو: اپوزیشن


په اسلام اباد کې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په پارلېماني غونډه کې د حکومت او اپوزيشن ګوندونو ترمنځ پر دې تود بحث وشو چې د حکومتي ګوند غړو وېلې چې په قبايلي سيمو کې يې په پرمختيايي کارونو اربونه روپۍ لګولي دي خو اپوزيشن ګوندونو دغه ادعاوې رد کړې او وې ويل چې حکومت په قبايلي سيمو کې هېڅ هم نه دي کړي.

د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې ته په چارشنبه په خپله وينا کې د واکمن ګوند تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شهريار اپرېدي وويل, په قبايلي سيمو کې یې ډېر کار کړی دی او هلته يې په اربونو روپۍ لګولي دي:

''زموږ حکومت د قبايلي سيمو لپاره ۱۶۲ اربه روپۍ ايښې دي. پروسږ کال لس اربه روپۍ د وزيراعظم په امر په بیړني ډول جاري کړل شوې. ۴۸ اربه روپۍ نورې د قبايلي سيمو لپاره مختص کړل شوې دي. د کلني پرمختيايي فنډ سکيمونو لپاره ۲۳ اربه روپۍ ورکړل شوې. ۱۸ اربه د قبايلي کډوالو لپاره جاري کړل شوې دي.قبايلي ولس ته د صحت کارډ ورکولو لپاره ۱.۳ اربه روپۍ مختص کړل شوې دي.''

د شهريار اپرېدي دغه ادعاوې د جميعت علما اسلام (ف) مخکښ مولانا عبدالشکور رد کړې او اسمبلۍ ته يې په خپله وينا کې وويل چې د تحريک انصاف په مشرۍ د خیبر پښتونخوا او وفاقي حکومت قبايلي سيمې په بشپړه توګه له پامه غورځولي دي او هلته يې يو پل قدرې هم نه دی جوړ کړی، د ده په خبره د حکومت دا خبرې بې بنياده دي چې په قبايلي سيمو کې يې اربونه روپۍ په پرمختيايي کارونو لګولي:

''دا دومره دورواغ ولې ويل کېږي. په قبايلي سيمو کې يوه روپۍ نه ده لګول شوې. حکومتدرواغ وايي چې په قبايلي سيمو کې موږ په پرله پسې توګه۱۶۴ اربه ، ۶۲ ۴۸ او اتلس اربه روپۍ لګولي دي. ما ته دې دا ووايي چې په قبايلي سيمو کې تاسو څومره پیسې لګولي دي. اياتاسو په قبايلي سيمو کې يو پوهنتون، يو سکول، يو سړک يا يو پل جوړ کړئ دئ، نا نه مو دی جوړ کړی،دا ټول درواغ دي. د انضمام په نوم يو غټ ظلم وشو او هېڅ مو قبايلي سيمو ته ورنکړل. که څه مو کړي نو ماته يې په ځمکه وښيی.''

بلخوا د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي شاهنواز رانجا اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل چې حکومت په قبايلي سيمو کې د کومو پرمختيايي پروژو تر سره کولو ادعاوې کوي نو د هغو په اړه دې پارلېمان ته ثبوتونه ورکړي:

''د قبايلي سيمو چې کوم د پارلېمان غړي دي او دوی وايي چې د شهريار اپرېدي خبرې درواغ دي نو چې په قبايلي سيمو کې څومره هم پروژې ترسره شوې دي نو د هغو تفصيلات دې د اسمبلۍ په لايبرېرۍ کې کښېږدي چې دوی يې وګوري.''

د دېپه ځواب کې شهريار اپرېدي وويل چې دوی به په دې لړ کې ټول تفصيلات مخې ته راوړي.

بلخوا بيا د جميعت العما اسلام عبدالشکور وويل که موجوده حکومت دوی ته وښيي چې په قبايلي سيمو کې يې يو سړک هم جوړ کړی نو هغه هرقسمه سزا ته تيار دی.

د يادونې ده چې په ۲۰۱۸ م کال کې تر ۲۵ اييني ترميم وروسته قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې ضم کړل شوې او حکومت ژمنه وکړه چې د هېواد د نورو سيمو په غوندې نظام به قبايلي سيمو ته هم غځوي خو قبايليو په وار وار مشال رېډيو ته ويلي دي چې حکومت خپلو زياتره ژمنو ته عملي شکل نه دی ورکړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG