د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پرلت کې د سیمې پارلیماني استازيو نشتون؟


خیبر کې له تېرې څه باندې یو اونۍ راهیسې د خاطر شینواري مرګ پلټلو لپاره پرلت روان دی
خیبر کې له تېرې څه باندې یو اونۍ راهیسې د خاطر شینواري مرګ پلټلو لپاره پرلت روان دی

پراګ ـ د خیبر په لواړګي کې د یو ځوان خاطرشینواري د مړیني پلټنو، د هغه کورنۍ ته انصاف او په راتلونکي کې د هغسې پېښو مخنیوي لپاره د خیبر سیاسي اتحاد د پرلت له یوې هفتې زیات وخت تېر شو.

پرلت ته د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو استازي ورغلل خو په قامي او صوبایي اسمبلۍ کې له یوه پرته نورو استازو ګډون ونه کړ. همدا وجه ده چې د پرلت مخکښان د سیمې پر استازیو انتقادونه کوي. په دې کې یو د عوامي نېشنل ګوند سیاستوال شاه حسین دی. دی وایي، که د سیمې استازیو ورسره په احتجاج کې ګډون کړی وای، نو د ولس غږ به ډېر په موثره توګه اوچت شوی وې،

"که دغو استازو اړونده چارواکو ته د ولس ستونزه ور وړې وی نو دا به ډېره ښه وای، خو داسې و نه شوه"

له سیمې قامي اسمبلۍ ته د واکمن تحریک انصاف ټاکلی استازی پیر نورالحق قادري چې وفاقي وزیر هم دی، کامیاب شوی. همدا راز د بلوچستان عوامي پارټۍ سیاستوال شفیق شېر اپرېدی په صوبایي اسمبلۍ کې د یادې سېمې استازی دی. یاد ګوند په خیبر پښتونخوا او مرکز کې د تحریک انصاف د حکومت اتحادي دی.

د عام سړي او د پارلیماني استازي په غږ کې ډېر فرق وي، که دوی له ولس سره درېدلي وای نو بیا به داسې پیښې نه کېدلې.
مفتي اعجاز

د احتجاجیانو مشرانو په اندیښنو مشال راډیو له وفاقي وزیر پیر نورالحق قادري سره د بیا بیا هڅو باوجود رابطه ونشوه، خو په پښتونخوا اسمبلۍ کې د سیمې استازي شفیق شېر اپرېدي بېګا مشال رېډیو ته وویل په لومړۍ ورځ احتجاج ته ورغلی و او له هغه وروسته یې د سیمې مشرانو او امنیتي چارواکو ترمنځ په جرګه کې مصروف دی او په هڅو یې د خاطر شینواري تر وژنې وروسته پیدا شوی حالت تر ډېره سم شوی او نیول شوي ډېر کسان راخوشې شوي دي.

"ما جرګه کې ګډون کړی، کمانډر صېب او نورو انتظامي چارواکو سره ما خبرې کړې دي او د خاطر شهید خبره مې ورته پوره ورسولې ده."

خو د پرلتوالو مشران وایی، د اسمبلۍ یو استازی د دې لپاره په لومړی ورځ ورغلی و، چې د غوښتنو د منل کېدو پرته احتجاج ختم کړي. د پرلتوالو یو بل مشر او د جمعیت علما اسلام ف سیاستوال مفتي اعجاز وایي، د قامي او صوبایي اسمبليو استازي د خلکو په رایو هلتو رسولي، او پر ولس د مشکلاتو پر وخت باید د خلکو په منځ کې وي. د هغه په خبره د جرګو لپاره قامي مشران وي، او د استازو کار دا وي چې د خلکو خبره پارلیمان او نورو لوړو ځایونو ته یوسي. د مفتي اعجاز په وینا د خیبر استازي په دې پاتې راغلل.

"د عام سړي په او د پارلیماني استازي په غږ کې ډېر فرق وي، که دوی د ولس سره درېدلي وای نو بیا به داسې پېښې نه کېدلای. اوس هم ولس په احتجاج دی خو دوی پکې شریک نه شو. که دوی له ولس سره درېدلي وای نو د ولس په غږ کې به زور نور هم زیات وای."

خو شفیق شېر اپرېدی دا ردوي او وایي، هڅه کوي، ستونزه په مقامي توګه تر ډېره حل کړي او که ضرورت پېښ شي نو اسمبلۍ ته به یې هم یوسي.

د ډیسمبر پر ۲۱مه د خیبر په پسیدخېلو کې پر اېف سي سرتېرو د برید وروسته امنیتی ځواکونو د شک پر بنیاد د سیمې ځینې کسان نیولي ول، په دوی کې خاطر شینواری هم و. د هغه کورنۍ تور لګوي چې خاطر په بند کې د سرتېرو د وهلو له امله وژل شوی خو امنیتي چارواکي بیا وایي هغه له بنده تښتیدو چې له دیواله لوېدلی او مړ شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG