د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا منځني ختیځ ته ۷۵۰ نور پوځيان استوي


مظاهره چيان او ايران پلوه ملېشې حشيد الشبال غوړي د امريکايي سفارت شیشې ماتوي
مظاهره چيان او ايران پلوه ملېشې حشيد الشبال غوړي د امريکايي سفارت شیشې ماتوي

د ايران ملاتړ لرونکي حشد الشعبي نومې ډلې له خپلو پلويانو غوښتي چې په عراق کې د امريکايي سفارت د ودانۍ له خوا او شا راوګرځي. د مظاهره چيانو تر څنګ د دې ډلې غړو پر امريکايي سفارت ودانۍ ډبرې ورولې او ځينو شيانو ته یې اور واچاوه.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه د خلکو د هڅونې ځواک يا حشد الشعبي په نامه ډلې په يوه خبرپاڼه کې خپلو خلکو ته وويل: ((ستاسو پېغام اورېدل شوی دی.))

د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران پلوه مظاهرچیانو له خوا د امریکا په سفارت له یرغل سمدستي وروسته امریکا په مینځني ختیځ کې د ۷۵۰ نورو ځواکونه ځای پر ځای کولو اعلان وکړ. د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د ډېسېمبر پر۳۱مه په یو بیان کې وویل چې د اضافي ځواکونو ګمارل یو مناسب او حفاظتي اقدام دی چې امریکايي وګړیو او تنصیباتو ته د مخ په زیاتیدونکي خطر څخه د خونديتوب لپاره اخېستل شوی.

مظاهره چیانو د ديسمبر پر۳۱مه په بغداد کې په امریکايي سفارت د امریکا هغه هوايي برید په غندنه کې حمله وکړه په کوم کې چې دوه ورځې وړاندې د یوې ایران پلوه ملیشې ۲۵ غړي وژل شوي وو. رویټرز وايي چې د برید پر مهال د کتایب حزب الله په نامه وسله والې ډلې ۱۲ غړي ټپیان شوي هم دي.

د امريکايي سفارت ساتونکو پر مظاهرو چيانو اوښکې بهونکی ګېس کارولی دی
د امريکايي سفارت ساتونکو پر مظاهرو چيانو اوښکې بهونکی ګېس کارولی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې ایران تورن کړ چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت برید یې پلان او تنظیم کړی دی. نوموړي د عراق خلکو ته ویلي: "په عراق کې څو میليونه هغو خلکو ته چې ازادي غواړي او نه غواړي چې د ایران تر واک او کنټرول لاندې وي، دا ستاسو وخت دی."

ټرمپ ویلي، د عراق له حکومته تمه لري چې د ځواک په کارولو سره په بغداد کې د امریکا د سفارت ساتنه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پر خپل ټویټر لیکلي چې امریکا به د ایران هغه لاسپوڅي برید ته ځواب ووايي چې پکې یو امریکايي وګړی ووژل شو.

د نوموړي په وینا دا مهال د ایران ملاتړ لرونکې ډلې، په بغداد کې د امریکا سفارت تهدیدوي. مایک پمپیو همدارنګه ویلي، د عراق له وزيراعظم او ولسمشر سره یې په هغه هېواد کې د امریکايي وګړو د سرومال د ساتنې په اړه خبرې کړې دي.

دا په ۲۰۱۲م کال کې د لیبیا په بن غازي کې د امریکا پر سفارت له برید وروسته د دې هېواد پر یوې سفارتي ودانۍ تر ټولو له تاوتریخوالي ډک برید ګڼل کېږي. په هغه برید کې په لیبیا کې د امریکا د سفیر په ګډون څلور امریکايان وژل شوي وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG