د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد: قهرېدلي مظاهره چیان د امریکا پر سفارت ورختلي


عراق: د عراقۍ شییعه ملېشې لسګونه ملاتړيو په بغداد کې د امریکا سفارتخانې ودانۍ هرکلي برخې ته اور ورته کړی دی. ۲۰۱۹، ۳۱م ډېسېمبر

د عراق امنيتي ځواکونو په بغداد کې د امريکا سفارت مخې ته د راټولو شويو پرتشدده مظاهرچيانو د تت او پرک کولو لپاره اوښلن ګېس کارولی دی.

مظاهرچيان د هغه امريکايي بريد پرضد راوتلي چې پکې په عراق او شام کې د ايران ملاتړې ملېشه ۲۵ کسان وژل شوي ول.

د سفارت مخته په زرګونو کسان راغونډ شوي دي.

رويټرز اژانس د عراقي چارواکيو له خولې وايی، مظاهرچيانو د سخت امنيت په سيمه کې پر سفارت بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د امريکا سفير او د سفارت کارکوونکي ودانۍ پرېښودلو ته اړ کړل شو.

ایسوشيېټټد اژانس رپورټ ورکوي چې د سفارت دروازه ماته کړل شوې او د مظاهرچيانو د ورننوتلو پروخت ډزې اورېدل شوې دي.

يوه ويډيو ښکاره کوي چې مظاهرچيان د سفارت بهر ديوال ته اور اچوي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG