د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت په شخصي سکولونو کې د شاملو کړو ماشومانو فيسونه نه دې ورکړي"


په پېښور کې د يو ښوونځي زده کوونکې

په خېبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو د اتحاديې مشر وايي حکومت ورته د هغو ماشومانو فیسونه نه دې ورکړي چې دوی سره يې د واوچر پروګرام له لارې داخل کړي دي.

له دې کبله له دېرش زرو زيات زده کوونکي له ښوونځيو ویستل شوي دي. د دې اتحادیې مشر، ډاکټر ذاکر شاه د دیسمبر په دېرشمه مشال راډيو ته وويل چې په ۲۰۱۵ کال کې پېل شوي، اقرا فروغ تعليم واوچر پروګرام مقصد له ښوونځيو بهر غریبو ماشومانو مرسته کول دي خو حکومت په خپلو وعدو عمل نه دی کړی.

هغه زياتوي: ((د شخصي سکولونو مالکانو د ډېرو لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړل خو بيا هم پېسې ورنه کړل شوې. نو زموږ د سکولونو مالکان خو هم دومره مالداره نه دي چې دا بوج یې برداشت کړی وی. نو له دې وجې له پنځوس فېصده څخه زيات ماشومان واپس خپلو کورونو ته لاړل او له تعليمه بې برخې شول.))

د ۱۰۰۰ شخصي ښوونځيوو سره قراداد شوی چې د حکومت په پېسو به ۷۲۰۰۰ زده کوونکو ته زده کړې برابروي


د خېبر پښتونخوا تعليم محکمې د ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال د پلان په رپورټ کې راغلي چې يو ميليون ماشومان له سکولونو بهر دي. د دې ادارې پر ويپ پاڼې خپرو شوو معلوماتو ترمخه، ډېری ماشومان د غریبۍ او ښوونځيوو دنشتوالي له وجې له تعليمه بې برخې دي. دغسي ماشومانو ته د تعليم برابرولو لپاره، د تحريک انصاف حکومت د واوچر پروګرام پېل کړ او د هر ماشوم په سر يې ښوونځي ته د مياشتې شپږ سوه روپۍ ورکولې.

خو د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د لومړنيوو زده کړو په قايمه کمېټي کې د اپوزېشن ګوند، عوامي نېشنل پارټۍ غړی سردار حسېن بابک وايي دوی ته د پرايوېټ سکولونو له خوا ورکړل شوي معلومات ښيي چې په دې پروګرام کې درغلي شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د دې پروګرام هيڅ معيار نه وو. ځيني ماشومان بيخي له سره شامل شوي نه وو. بيا په کروړونو روپۍ پکې ورکې شوې. زموږ په کمېټه کې د تحريک انصاف خپلو غړو په هره غونډه کې سرونه په دواړه لاسه نيولي وي چې اوس به څه کوو!))

د درغليوو تورونه

ډان ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ويلي چې د احتساب قامي ادارې له خوا په دې پروګرام کې د مبیینه درغليوو د تحقیقاتو له وجې شخصي سکولونو ته د دې ماشومانو فیسونه نه دې ورکړل شوي. خو حکومت په اقرا فروغ تعليم واوچر پروګرام کې درغلي او له شخصي سکولونو د ماشومانو وتل نه مني. د تعليم لپاره د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سلاکار ضیاالله بنګش د دیسمبر په دېرشمه مشال راډيو ته وويل چې په دې پروګرام کې ۷۲۰۰۰ ماشومانو ته زده کړې برابرې شوي او ښه پرمخ روان دی.

نوموړی زياتوي: ((موږ دا پروګرام شپږ مياشتې نور هم اوږد کړ. نو که خراب روان وای یا يې موږ پرايوېټ سکولونو ته فيسونه نه وای ورکړی نو ودريدلی به وو. داسې هيڅ خبره نشته. موږ درې نور پروګرامونه هم پېل کړي دي چې مقصد مو له سکوله د ټولو بهر ماشومانو لپاره تعليم برابرول دي.))

د ضیاالله بنګش په وېنا دوی غواړي چې په شخصي سکولونو کې د غريبو ماشومانو داخلولو پروګرام وغځېږي او درې لکه نور ماشومان له دې لارې تعليم وکړي.

XS
SM
MD
LG