د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق او شام کې ايران پلوه ملېشه له امريکا د بریدونو غچ اخلي


عراق کې د کتایب حزب الله هغه مرکز چې امریکا له لوري له منځه وړل شوی.
عراق کې د کتایب حزب الله هغه مرکز چې امریکا له لوري له منځه وړل شوی.

ایرانۍ ملاتړ لرونکې ملیشې ویلي له امریکا څخه به د عراق او شام د ورستیو بریدونو غچ اخلي.

دا څرګندونې د هغه بریدونو په غبرګون کې دي چې امریکا ویلي ول، د ډېسېمبر پر ۲۹مه یې په عراق او شام کې د کتایب حزب الله پنځه اهداف په نښه کړي دي.

په هغو بریدونو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي ول.

په عین حال کې د عراق لنډمهالي حکومت خبرداری ورکړی چې ښایي له امریکا سره اړیکو ته بیا کتنه وکړي.

فرانس پرېس اژانس وایي، حکومت د ډېسېمبر پر۳۰مه په یو بیان کې ویلي چې "امریکایي سرتېرو د عراقیانو نه بلکې د خپلو سیاسي لومړتوبونو پر اساس عملیات کړي دي."

د امریکا دفاع وزارت ویلي، په عراق کې د امریکایي سرتېرو پر مرکزونو د کتایب حزب الله د بریدونو په غبرګون کې یې په عراق کې درې او په شام کې دوه ځایونو په نښه کړل.

کتایب حزب الله په امریکایي مرکزونو په حملو کې لاس لرل رد کړي.

رویټر اژانس لیکي، عراقي شییعه عالم مقتدا صدر چې په واکمن لوري ډېر اغېز لري د ډېسېمبر پر۳۰مه یې د ایران پر ملاتړی ملیشه غږ کړی چې له غیر ذمه واره کار روایي څخه ځان وساتي.

هغه دا هم وویل چې له ایراني ملاتړ کونکو سیالانو سره په دې لړ کې مرستو ته تیار دی چې له عراقه امریکایي سرتېري وباسي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر هم د ډېسېمبر پر۳۰مه په یو بیان کې وویل چې په عراق کې د بریدونو تبادله ورته د منلو وړ نه ده.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG