د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت دې بې نظیر انکم سپورټ مرستې نه بندوي"


'مرستې سمې نه رارسېږي'
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

له دغه پروګرامه ۴۰ زره نه زیات د قبایلي سیمو اوسیدونکي هم ویستل شوي.

اسلام اباد ـ د قبایلي ضلعو اوسیدونکي وايي، حکومت د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام نه د زرګونو خلکو نومونه ویستلي چې هغوی یې د بیا بحالۍ غوښتنه کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت په دې وروستیو کې د خلکو سره د مرستې له یاد پروګرامه د اته لکو او ۲۰ زرو خلکو نومونه وویستل. حکومت وايي دا ګام یې ځکه پورته کړی چې په بې نظیر انکم سپورټ پروګرام کې درغلي شوې ده.

راپورونه وايي، د کومو کسانو نومونه چې له دغه مرستندویه پروګرامه ویستل شوي په هغو کې ۴۰ زره نه زیات د قبایلي سیمو اوسیدونکي هم دي.

د کورمې یو اوسیدونکي عمیر محمود وايي، د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام له لارې به یې مرستې ترلاسه کولې. هغه وايي، حکومت د مرستو په بندولو د هغه ستونزې زیاتې کړې دي. نوموړی وايي، حکومت ښه نه دي کړي چې د هغه په شان پر ګڼو خلکو یې دغه مرستې بندې کړې دي.

د مومندو شاه سوار خان وايی، پر هغو حکومتي مرستو به یې د کور نغری بلېدو، ماشومانو ته به یې جامې او پیزار اخېستل او د هغوی تعلیمي سلسله به روانه وه خو اوس چې حکومت دا هرڅه بند کړل نو له دې معلومېږي چې دا ولسي حکومت نه دی.

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف غړی ګلدادخان وايي، حکومت د درغلیو د مخنیوي لپاره دا کار کړی او هغوی هڅه کوي چې مستحقو کسانو ته د مرستو لړۍ زر بیا پیل شي.

د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام مشره ثانیه نشتر هم وايي چې د سر دوباره سروې نه پس به مستخقو خلکو ته د مرستو ورکولو لړۍ بیا پیل شي.

XS
SM
MD
LG