د لاسرسي ځای

تازه خبر

درانی: نیب او حکومت په ګډه د اپوزیشن ضد دسیسې جوړوي


اکرم خان درانی

پراګ ـ د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمېټۍ مشر اکرم خان درانی وايي، د احتساب قامي اداره او حکومت د آپوزیشن ګوندونو له مشرانو څخه د انتقام اخېستو لپاره په ګډه دسیسې او پر ضد یې مقدمې جوړوي.

​نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د رهبر کمیټۍ غونډې ووسته رسنیو ته وویل، د اپوزیشن ګوندونو غړي په میډيا او په څرګنده توګه د ولس لپاره خبرې کوي نو ځکه یې حکومت پر ضد مقدمې کوي.

هغه وویل:

"احسن اقبال د بې قاعدګیو په تور نیول شوی نو هغه خو د پلان او پرمختیا وزیر وو او د سی پيک په ګډون ګڼې پروژې د هغه له وجې پیل شوې دي. ویل کېږي چې نوموړي په خپلې ضلعې کې د لوبو کمپلیکس جوړاوه چې پکې د شپږو اربو روپو درغلي شوې خو ټوله منصوبه د دوه نیم اربو روپو ده. دغسې پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په جیل کې د مرګ سزا سره مخامخ کسانو په ځای کې ساتل کېږي، بلاول بوټو هم د میډیا د ازادۍ، د ولس په حق کې او د ګرانۍ خلاف څرګندې خبرې کوي نو هغه ته هم نوټس راغلی دی."

اکرم خان دراني دا هم وویل چې د نیب په قانون کې اصلاحات حکومت د خپل ځان د بچ کولو لپاره کړي دي.

بلخوا د تحریک انصاف ګوند غړي محمد بشیر خان مشال رېډيو ته وویل، د مسلم لیګ ن او د اپوزیشن د نورو غړیو خلاف کارروايي د سیاسي انتقام له وجې نه بلکې د درغلیو له وجې کېږي.

نوموړي وړاندې وویل:

"احسن اقبال او نوازشریف په سعودي او متحده عربي اماراتو کې اقامې اخیستې وي چې هلته په اکاونټونو کې خپلې پیسې کېږدي. پر دوی الزامانه نه بلکې دوی مجرمان ثابت شوي دي. تر اوسه په بند کې له کوم مجرم سره رعایت شوی دی چې مریم نواز او د اپوزیشن نورو نیول شویو کسانو سره به کېږي."

خبریال او شنونکی شمیم شاهد بیا وايي، د پخواني پوځي واکمن جنرال ضیا له واکمنۍ وروسته تر بل هر وخت زیات دا مهال د سیاسي انتقام پېښې لیدل کېږي. هغه زیاتوي، نېب او دغسې ځېنې نورې ادارې د حکومت په مرسته د اپوزیشن خلاف اقدامات کوي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو مخکې هم تور پوری کړی چې حکومت د هغوی د تنقید د مخې د نیولو لپاره انتقامي کارروایانې کوي خو حکومت دا ردوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG