د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا کې ۷۰ فیصده ماشومان تر اتم او نهم ټولګي وړاندې سکول پرېږدي"


ارشیف
ارشیف

پراګ - په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د تعلیم لپاره کارکوونکی یو غیر سرکاري تنظیم - کتاب دوست - وايي، د سرکاري سکولونو په درېیم ټولګي کې د سبق ویونکيو شاوخوا ۹۰ فیصده ماشومانو د دویم ټولګي سبق نه وي زده.

د یاد تنظیم د معلوماتو له مخې، ۷۰ فیصده ماشومان اتم او نهم ټولګي ته تر رسېدو وړاندې ښونځي پرېږي.

د دې سازمان مشره ډاکټر بشره رحیم وايي، "د دې بنيادي وجه د زده کړو زړې او شډلې طريقې او د استاذانو کمه مسلکي وړتیا ده."

نوموړي وویل چې دوی یو ګام پورته کړې دي چې په سرکاري پرایمري سکولونو کې ماشومانو ته د نصاب بهر نوی سبقونه په یو نوي انداز کې وښيي.

د کتاب دوست سازمان یوه بله غړې وايي چې په دې کار کې له دوی سره زیاتره تعلیم یافته نجونې او هلکان مرستې کوي.

د تعلیم په برخه کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار ضیاالله بنګش وايي، د دې کمي لرې کولو لپاره غواړي چې د سرکاري ښوونځیو استادان په بهر هیوادونو کې وروزي.

د خېبر پښتونخوا د سرکاري شمیرې ترمخه په صوبه کې دا وخت ۱۸ لکه ماشومان داسې دي چې عمرونه یې ښونځيو ته د تلو دي خو هغوی د حکومت او یا د مور پلار د بې غورۍ له کبله نه پرېښودل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG