د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت په مانسهره کې مدرسه تړلې ده


پولیس د مدرسې تړلو پرمهال

پېښور - د خېبرپښتونخوا په مانسهره کې د مدرسې یو استاذ په مبینه توګه پر خپل ۱۰ کلن شاګرد تر جنسي تېري وروسته تشدد هم کړی دی.

د ایبټ اباد په ایوب مېډیکل کمپلیکس کې ډاکټرانو تر معاینې وروسته پخلی کړی دی چې پر دې ماشوم جنسي تېری شوی دی.

د مانسهرې د پهلړه سیمې د تاڼې ایس ایچ او صداقت ناصر د ډېسمبر پر ۲۸مه سهار مهال مشال راډیو ته وویل چې د کوهستان له اوسېدونکي غایوس نومي لس کلن ماشوم سره د جنسي تیري او تشدد دا پېښه د ډېسېمبر پر ۲۳مه د پهلړه تاڼې په حدودو کې د ټهاکره میرا پړهنه په سیمه کې موجود یو مدرسه تعلیم القران کې شوې ده.

صداقت ناصر وویل چې د دې پېښې په تړاو یې د یادې مدرسې درې کسان نیولي دي ، مدرسه یې تړلې ده خو اصل ملزم مولوي شمس الدین یې لا نه دی نیولی.

ده زیاته کړه، “ماشوم څه نه وو ویلي او مور او پلار یې ګڼل چې چا وهلی دی ځکه چې پر مخ يې د تشدد نښې وې او چې کله کمپلیکس هسپتال ته ورسول شو نو ډاکټر ته شک شو او مېډیکل ټېسټ يې وکړ او مالومه شوه چې جنسي تېری پرې شوی دی.”

صداقت ناصر وویل چې بیا ډاکټر د ډېسېمبر پر ۲۵مه ده ته پر ټلیفون خبر ورکړی وو چې د تاڼې په حدودو کې یې داسې پېښه شوې وه.

د ماشوم تره علي ګوهر په درج کړي ایف اي ار کې لیکلي چې خپل لس کلن وراره يې دوې درې میاشتې مخکې په دې مدرسه کې د زده کړو لپاره داخل کړی وو او هلته ورسره دا پېښه شوې ده.

ده ویلي چې ماشوم د نیمې بې هوښۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی وو او هلته معلومه شوې وه چې جنسي تېری پرې شوی دی.

پولیس وايي چې پر دې ماشوم دومره تشدد شوی چې له سترګو يې ویني روانې شوې وې او له دې سربیره يې نور هم په جسم د تشدد نښې موجودې وې.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان پولیسو ته لارښوونه کړې چې د ملزم د نیولو لپاره هلې ځلې تندې کړي.

XS
SM
MD
LG