د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خاطر شینواري پېښه: څلور نور کسان خوشې خو پرلت دوام لري


خیبر: پر باچا خان چوک د خاطر خان شینواري لپاره تعزیتي غونډه
خیبر: پر باچا خان چوک د خاطر خان شینواري لپاره تعزیتي غونډه

چارواکي وایي، نن پنجشبه د خیبر په لنډي کوتل تحصیل ودانې کې د خاطر خان شینواری د پیښې او بندیانو خوشېکولو په لړ کې د امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو ترمنځ جرګه کې امنیتي ځواکونو د څلورو نورو کسانو د خوشېکولو امر وکړ.

چارواکي وايي، اوس په نولسو کې یوازې اووه تنه په بند کې ورسره پاتې دي او هغوی به هم له پلټنو پس په راروانو پینځو ورځو کې خوشې کړل شي.

په دې جرګه کې د خیبر رایفلز ځواک کمانډنټ کرنل بلال د خیبر ډپټي کمشنر محمود اسلم او قومي مشرانو کې ملک دریا خان اپرېدي، عبدالرزاق اپرېدي، خالد خان اپرېدي، مولانا احسان الله جنېدي او ایم پي اې شفیق شېر اپرېدي هم ګډون کړی وو.

په جرګه کې مشرانو د نیول شوو ټولو کسانو د خوشېکولو او د خاطر خان شینواري کورنۍ ته د انصاف ورکولو غوښتنه وکړه.

د دوی وینا وه چې د ایف سي په حراست کې د وژل شوي خاطر شینواري کورنۍ ته دې شهید پېکې هم منظور کړل شي او د دغې پېښې رسمي پلټنې دې وکړل شي.

مشرانو په خیبر رایفلزکمانډنټ غږ وکړ چې په راروان وخت کې دې امنیتي ځواکونه له داسې پېښو ډډه وکړي.

کمانډنټ خیبر رایفلز کرنل بلال قومي مشرانو ته باور ورکړ چې بیا به داسې واقعات نه رامخې ته کېږي او د جرګې ټولو غوښتنو باندې به پوره غور کوي، پر چیک پوسټونو باندې نرمي وي او د ښځو تالاشۍ لپاره به ښځینه کارمندانې ګومارل کېږي.

امنیتي ځواکونه دې د خاطر شینواري وژنه ومني: خیبر تعزیتي ناسته

د خیبر سیاسي اتحاد د اېف سي په بند کې وژل شوي ځوان خاطر خان شینواري لپاره تعزیتي غونډه او فاتحه د لنډي کوتل بازار په باچا خان چوک کې نیولې ده. دوی وايي دا ناسته به یې د اتوار تر ورځې دوام ولري.

په دې غونډه کې شریک د عوامي نیشنل ګوند د خیبر مشر شاه حسېن شینواري له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، امنیتي ځواکونه دې دا ومني چې لویه تېروتنه یې کړې ده، ټول نیولي کسان دې خوشي کړي، عدالت ته دې یې وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د عدالت پرته وژنې نه مني.

شاه حسین شینواري په خپلو خبرو کې له حکومته دا غوښتنه هم وکړه چې د خاطر شینوري کورنۍ ته دې مالي ورسته ورکړي او یا دې د اسلامي طریقې مطابق دیت ورکړي.

د نوموړي په وینا د اتوار په ورځ یې بله لویه جلسه رابللې ده.

پر باچا خان چوک د خاطر شینواري دې تعزیتي غونډه کې د جمعیت علما اسلام ځایي مشر مفتي اعجاز شینواري له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل، په پسید خیلو کې چې کومه پېښه شوې ده، د هغې ذمه وار امنیتي ځواکونه په خپله دي. دی زیاتوي نور له قبایلو سره دا ظلم نه برداشتوي.

مفتي اعجاز زیاته کړه که په راتلونکې کې داسې پیښې وشوې نو د قبایلي ضلعو په ټولو بازارونو کې به دغسې تعزیتي غونډې کوي چې ګرده نړۍ ته معلومه شي چې دا څه روان دي او بیا بیا به احتجاجونه کوي.

د پاکستان پیپلز ګوند یوه ځایي مشر شاه رحمان بیا له مشال راډیو سره په خبرو کې د خاطر شینواري پر پېښه تعزیت وکړ او ویې ویل چې سرکار دې ټول بندیان خوشې کړي، بې ځایه ځورونې او پر کورونو د چاپو دغه لړۍ دې نوره ودروي. ریاست دې دا ظلم نور بند کړي.

د شاه رحمان په وینا نور به په کراره نه کښېني او قبایلو لپاره ښه ژوند غواړي.

د پسیدخېلو کلي ځوان خاطر خان شینواری د ډېسېمبر په ۲۱ نیټه په هغې سیمه کې د اېفسي ځواک په سرتېرو د یوې بمي چاودنې په تور د نورو ۱۹ کسانو په شمول نیول شوی وو.

د نوموړي د کورنۍ غړي وایي د اېف سي ځواک له تشدده وژل شوی دی او مړی یې دوی ته د ډېسېمبر پر ۲۳ نېټه وسپارلی خو د اېف سي ځواک چارواکو ویلي دي چې خاطر شینواری له حراستي مرکزه د تښتېدو په وخت د پرېوتو له امله مړ شوی دی.

په نیول شوو کسانو کې تر اوسه اووه تنه خوشې شوي دي او د باقي پاتې یولسو کسانو د خوشېکولو لپاره د امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو ترمنځ جرګې روانې دي.

د خاطر خان د کورنۍ غړي او قومي مشران غوښتنه کوي چې د نوموړي د وژنې عدالتي پلټنې دې وکړل شي او په پیښه کې ککړو کسانو ته دې له قانون سره سم سزا ورکړل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG