د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خاطر شینواري مړینه: بیا جرګه رابلل شوې


د خیبر ضلعې په پسیدخیلو کې د ډېسېمبرپر ۲۱ مه د فرنټېر ځواکونو له خوا د ۱۷ ځايي کسانو له نیولو او بیا په دوی کې د خاطر شینواري په نوم د یوه ځوان له مړینې پس سیمه له بې یقینۍ سره مخ ده او د انتظامیې او قامي مشرانو ترمینځ له پېښې سره د تړلو معاملو د هواري لپاره جرګې روانې دي.

نن پنجشنبه هم په لنډيکوتل کې د قامي مشرانو او انتظامي چارواکیو ترمینځ یوه ناسته کېږي.

د سیمې یو قامي مشر ملک دریا خان اپرېدي بېګاه (ډېسېمبر ۲۵ مه) له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چارواکیو سره یې په چارشنبه په جرګه کې یوځل بیا ژمنه کړی ده چې د امنیتي ځواکونو په بند کې د خاطر شینواري د مړینې پلټنې به کوي او پاتې نیول شوي کسان به خوشې کوي.

نوموړي زیاته کړه، تر یوې پیښې وروسته، د امنیتي ځواکونو له خوا د عملیاتو په نوم د بې ګناه خلکو نیول، د هغوی په کورونو ورننوتل او د هغوی ځورول د قانون او رواج سرغړونه ده.

له سیمې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی شفیق شېر اپرېدی وايي، د نهې/سېشنبه په ورځ یې په جرګه کې چارواکیو ته ځینې غوښتنې وړاندې کړې وې او هغوی ورسره منلې دي. نوموړي وویل چارواکیو ورسره منلي چې د عملیاتو پر مهال به د امنیتي ادارو ښځینه غړې کورونو ته ننوځي، په امنیتي پوستو به نرمي کېږي او د خاطر شینواري د پېښې پلټنې به کېږي.

په سیمه کې د روانو وروستیو حالاتو په باب مشال راډيو د خیبر له ډپټي کمېشنر او نورو اړوندو چارواکیو سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه.

بلخوا پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۵مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خاطر شینواري له کورنۍ سره د غمرازۍ لپاره خیبر ته له ورتلو ودرولی. انتظامیې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې سفر کې له پښتین سره ملګری او له شمالي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر بېګاه په دغه اړه مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د امنیت په نوم ډېرې سیمې په ؛نو ګو اېریا؛ یانې(ورتګ بند سیمه) اړولې دي.

میرکلام وویل، دی په خپله سیمه کې هم ځینو کلیو ته نه شي تللی او ځینې سیمې داسې دي چېرته چې بې اعلانه ګرځبندیز عملي کولی شي.

د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونو د خیبر په پسیدخېلو کې د ډېسېمبرپه ۲۱ مه د خاطر شینواري په ګډون ۱۷ مقامي کسان نیولي ول، چې ۵ کسان يې ترې یوه ورځ وروستو، دوه يې په پنجشنه خوشې کړي دي او نهه اوس هم د امنیتي ځواکونو په بند کې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG