د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين خیبر ته پرېنښودل شو


منظور پښتین
منظور پښتین

نن (د ډېسېمبر پر ۲۵مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين خېبر ضلعې ته له ورتګه منع کړل شوی دی.

منظور پښتين نن مشال راډيو ته وويل دی او ملګري یې د خاطر شينواري په نامه هغه ځوان د فاتحې لپاره تلل چې درې ورځې مخکې د ايف سي ځواکونو په ولکه کې وژل شوی دی خو پوليسو پرېنښود.

هغه زياته کړه: ''ماته هلته امنيتي اهلکارانو وويل چې دوی ته حکم شوی چې منظور پښتين به نه پرېږدئ. موږ نيزدي يوه ګينټه انتظار وکړ خو بيا راستانه شولو.''

نن له نوموړي سره مل، د دې غورځنګ يو مشر او خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړي ميرکلام وزير پر فېسبوکه خپره کړې ويډيو کې ويلي چې د منظور پښتين نه پرېښودل غېرقانوني کار دی او حکومت يې بايد وضاحت وکړي.

تر اوسه امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څلور ورځې مخکې د پاکستان امنيتي ځواکونو په پسيدخېلو کې د يوه ماين تر چاودنې وروسته خاطر شينواری له ۱۸ ځايي کسانو سره يو ځای ونیولو.

نوموړی د تحقیقاتو پر مهال مړ شوی وو.

ځايي خلکو دا نيول غېرقانوني وبلل او د انصاف لپاره يې مظاهرې وکړي.

په دې لړ کې د ځايي انتظامیې او حکومت ترمنځ جرګه هم شوې او قومي مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې امنيتي ځواکونو ورسره د خاطر شينواري په وژنه کې لاس لرونکو کسانو ته د سزا ورکولو ژمنه کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG