د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له پاکستاني پوځ سره د روزنې پروګرام منظوري ورکړې


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

رایټرز اژانس لیکي، د ټرمپ انتظامیې له پاکستان سره د امریکا پوځي روزنې او ښوونې د پروګرام د بحالۍ منظوري ورکړې ده.

څه باندې یو کال وړاندې دغه مرسته ځنډول شوې وه خو د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۹مه د یادې مرستې د بحالۍ خبر ورکړ.

د پوځي روزنې او ښونې نړیوال پروګرام IMET کې د پاکستان بیا ګډون د دې خبرې اشاره کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ترمنځ سږ کال ترسره شوې لیدنې پس د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې مخ په ښه کېدو دي.

رایټرز لیکي، واشنګټن همدارنګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د انخلا لپاره د مذاکراتو د سهولتکارۍ کریډیټ یا امتیاز هم پاکستان ته ورکړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو تازه پړاو په دا وروستیو کې په دوحه کې پیل شوی دی.

امریکا وايي چې طالبان د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هغو کومکونه ترلاسه کوي خو پاکستان دا هرڅه ردوي.

له پاکستان سره د امریکا د دغو مرستو کچه د دوو بیلیونو ډالرو په اندازه ده، د ۲۰۱۸ کال په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه مرسته ځنډولې وه چې موخه د پاکستان دې خبرې ته هڅول وو چې د اسلامي وسله والو خلاف جدي اقدامات وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې ویلي د دغو مرستو بحالي د دواړو هېوادونو ترمنځ په شریکو لومړیتوبونو همکارۍ ته لاره برابروي.

یو بل امریکايي چارواکي د نوم د پټ ساتلو په شرط اژانس ته ویلي، پاکستان اوس مهال د هغو افسرانو پر انتخاب کار کوي چې د روزنې لپاره به امریکا ته استول کېږي.

خو د دغو پوځي مرستو بحالي په دې مشروطه ده چې کانګرس به یې منظوري ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG