د لاسرسي ځای

تازه خبر

مودي د هندي شهریت نوي قانون دفاع وکړه


د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي یو وار بیا د شهریت قانون اړولو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا بدلون د هندي وګړیواو په تېره له مسلمانانو سره هېڅ اړه نه لري.

د نوي ډیلي په یوه څنډه ک یې د بهارتیا جنتا ګوند یوې غونډې ته په وینا کې وزیر اعظم نرېندرا مودي د هند دا قانون د دغه هېواد له یو ارب درې سوه میلیونه وګړیو سره هېڅ تړاو نه لري او مسلمانان دې ډاډه اوسي چې د هغوی په حال کې هېڅ بدلون نه راولي.

نوموړي زیاته کړه: "هغه مسلمانان چې د هند په خاوره کې زیږېدلي او نیکونه یې د اندیا-مور په غېږ کې لوی شوي دی، د شهریت قانون اړول ورسره هېڅ تړاو نه لري، نه خو هېڅ یو مسلمان د ساتنې مرکز ته لېږل کېږي او نه په دې هېواد حراستګاوې شتون لري."

د واکمن ګوند بهارتیا جنتا په مشرۍ د هند حکومت وايي چې د شهریت قانون یې د هغو کسانو لپاره اړولی دی چې د مذهبي ځورونو له کبله یې هند ته پناه ور وړې وي.

د دغه قانون له مخې هغو غیر مسلمان پناه غوښتونکو ته چې له ۲۰۱۵ز کال مخکې له افغانستان، پاکستان او بنګله دیشه هند ته کډه شوي د هند شهریت ورکول کېږي.

خو د دغه قانون منتقدین او مظاهره چیان وايي، د قانون اړول د هندو ملتپاله ګوند بهارتیا جنتا یو پروګرام دی او غواړي شاوخوا دوه سوه میلیونه هندي مسلمانان تر فشار لاندې راولي.

یو شمېر نور بیا وایي دا قانون به هند ته د کډوالو ورمخه کړي.

دوی په ټوله کې د قانون نوی بدلون د هند له اساسي قانون سره په ټکر کې بولی.

د ډېسېمبر له یوولسمې کله چې دا قانون په پارلمان کې منظور شو مسلمانانو، فعالانو او ځوانانو په ټول هند کې مظاهرې وکړې.

په یکشنبه هم په ځینو ښارونو کې مظاهرې وشوې او خلکو ټینګار کاوه چې ازادي او عدالت غواړي.

په جیپور کې دوه لکه کسانو مظاهره وکړه او یوه یې رویټرز اژانس ته وویل: "هغوی اساسي قانون بدل کړی دی، سبا به بل څه بدل کړي، که سپینه ووایم دا مبارزه د ډیموکراسۍ لپاره ده، دا کومه شخصي جګړه نه ده، دا د هندوستان لپاره مبارزه ده او موږ د ډموکراسۍ لپاره مبارزه کوو."

په اکثرو مظاهرو کې خلک او پولیس سره لاس او ګریوان شوي او مرګژوبله هم اوښتې ده.

د هند په لکهنو کې د مظاهرو یو انځور
د هند په لکهنو کې د مظاهرو یو انځور

د دغو یوولسو ورځو په اوږدو کې په ټول هند کې ۲۳ کسان وژل شوي.

یواځې شنبه په اوترپردېش ایالت کې نهه کسان له پولیسو سره په اخ او ډب کې ووژل شول.

د هند پولیسو او چارواکو ویلي چې دوی د ګرځبندیز او بیړني قانون په ماتولو نېږدې اوه زره تورن مظاهره چیان نیولي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG