د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د ولسمشر مواخذه څنګه کېږي؟


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

په ۱۷۸۰مه لسیزه کې د امریکا د ایین مسودې د تیارېدو پر وخت پریکړه وشوه چې که یو منتخب ولسمشر د خپل واک ناوړه استعمال وکړي نو د هغه د لیرې کولو لپاره باید یو واضحه میکانیزم موجود وي.

د هغې په نتیجه کې د مواخذې پروسه په وجود کې راغله څو د امریکا تر ټولو عالي منتخب دفتر یاني صدارت له غدارۍ، رشوت، نورو سنګینو جرمونو او ناوړه عملونو نه بچ کړل شي.

په امریکا کې د مواخذې خپل طریقه کار دی. د هغې لپاره د استازیو جرګه اول فیصله کوي چې ایا د ولسمشر خلاف رسمي تورونه ولګول شي که څنګه؟ کله چې ولسمشر په رسمي توګه تورن شي نو بیا د مواخذې ټولو مادو باندې په دې جرګه کې رایې اچول کیږي.

کله چې دغه مادې له استازیو جرګې نه منظورې شي نو بیا سینیټ ته ولېږل شي چې هلته ورباندې کاروايي مخته یوړل شي.

که سینیټ هم ولسمشر ګناه ګار وګرځوي نو هله بیا له واکه لیرې کړل کیږي.

له ولسمشر ټرمپ مخکې په امریکا کې دوه ولسمشران د مواخذې له کاروايي سره مخامخ شوي وو چې د استازیو جرګې مواخذه کړي وو خو له واکه لېرې نه کړل شو.

په ۱۸۶۸م کې ولسمشر اینډریو جانسن د هغه وخت د دفاع وزیر د لېرې کولو د هڅې په تور مواخذه شوی و. په ۱۹۹۸م کې بل کلنټن پر حلف سربېره پر درواغو ویلو او په انصاف کې خنډ اچولو په تورونو مواخذه شوی و. خو دغه دواړه ولسمشران سینیټ له تورونو سپین ګرځولي وو. اوس دریم ولسمشر ډونلډ ټرمپ دی چې اوس به یې فیصله په سینیټ کې کیږي.

د امریکا ۳۷م ولسمشر رچرډ نیکسن بیا د هغه خلاف د مواخذې پر پروسه په استازیو جرګه کې د رایو اچول کېدو مخکې مستعفی شو.

د ریبپلکن ګوند ولسمشر ټرمپ خلاف د ډیموکریټ ګوند اکثریت لرونکي استازیو جرګه کې د اوونیو لپاره د بندو دروازو تر شا اورېدنې او پر ټیلي ويژن خپرې شوې ګواهیانې ورکړل شوې. د هغې نتیجې د استازیو جرګې عدلیې کمیټۍ ته ولېږل شوې چې د ولسمشر ټرمپ خلاف یې د رسمي تورونو مسوده تیاره کړه.

پر ولسمشر ټرمپ لومړی تور د خپل واک ناجایزه استعمال دی. پر نوموړي تور دی چې پر خپل یوکرایني سیال ولادمیر زیلینکسي باندې یې فشار راوړې و چې د ۲۰۲۰م په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل سیاسي حریف جو بایډن او د هغه زوي هنټر بایډن خلاف پلټنې پيل کړي.

پر نوموړي دویم تور دې چې کانګرس ته یې خڼد جوړ کړی و او د حقایقو موندنې کمیټۍ ته یې هغه دستاویزات نه وو ورکړي چې ورڅخه یې د پلټنو په لړ کې غوښتي وو. د دې تر څنګ یې کوښښ کړی و چې ګواهان له شاهدي نه منع کړل شي.

د ډیسمبر پر ۱۸مه د امریکا استازیو جرګې پر دغو دواړو تورونو رایې واچولې چې په نتیجه کې یې نوموړی مواخذه شو.

په بل پړاو کې به د مواخذې د پروسې منتظمین ټاکل کیږي چې دغه تورونه به د ریپبلکن ګوند اکثریت لرونکي سینیټ ته ولېږل شي. د رخصتیو له امله دغه پروسه کې ځنډ راغلی او تر نوي کال به دغه پروسه په سینیټ کې پيل نه کړل شي.

که په سینیټ کې د مواخذې کاروايي کیږي نو د استازیو جرګې لخوا ټاکل شوي منتظمین به د څارنوالانو یا د استغاثې رول روبوي او د سییټرانو حیثیت به د ججانو وي.

د دغه کاروايي اورېدنه به د امریکا سپریم کورټ چیف جسټس کوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ځان له لګېدلو تورونو نه انکار کوي او د مواخذې پروسه د ده خلاف د کمپاین برخه بولي.

د ولسمشر د برطرفۍ لپاره به په سینیټ کې په دریو کې دوه برخې رایې پکار وي.

د امریکا سینیټ ۱۰۰ چوکۍ لري چې پکې د ولسمشر ټرمپ ریپیبلکن ګوند ۵۳ چوکۍ دي.

مخالف ګوند ریپیبلکن ته به د مواخذې لپاره په سینیټ کې ۶۷ ووټونه پکار وي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG