د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د زده کوونکو د اتحاديو بحالۍ قرارداد منظور کړ


د بلوچستان اسمبلۍ
د بلوچستان اسمبلۍ

کوټه – د بلوچستان اسمبلۍ په سیاست کې زده کونکو ته د برخې اخیستلو په اړه قرار داد منظور کړی دی. په قرار داد کې غوښتنه شوې چېویل شوي چې زده کوونکو ته دې د خپلو اتحادیو له لارې په سیاست کې د رول لوبولو اجازه ورکړل شي.

دا قرارداد د بلوچستان نیشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي ثناالله بلوڅ وړاندې کړی وو چې د اسمبلۍ غړو په اکثریت منظور کړی دی.

ثنالله بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې بلوچستان اسمبلۍ یې قرارداد منظورکړی دی او اوس به یې د منظورۍ لپاره وفاق ته لېږي.

د ده په وینا ، د زده کوونکو د سازمانونو تنظیم سازي د وفاق په واک کې دي ځکه چې ټول پوهنتونونه او لویې تعیلمي ادارې د وفاق تر اختیار لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د زده کوونکو د اتحادیو د بحالۍ پرېکړه به مرکزي حکومت کوي او هغه پرېکړه به د یوې صوبې لپاره نه بلکې د ټول ملک لپاره وي.

په بلوچستان کې د نورو ګوندونو ترڅنګ واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ هم د دې قرارداد ملاتړ کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي نصرالله زېرې مشال راډیو ته وویل چې د اسمبلۍ زیاتره غړو نه یوازې د دې قرارداد ملاتړ وکړ بلکې له وفاقي حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د زده کوونکو اتحادیې یا یونېنونه بحال کړي.

په بلوچستان کې زده کوونکو د صوبايي اسمبلۍ له خوا د زده کوونکو اتحادیو د بحالۍ په حق کې د منظور کړي قرارداد هرکلی کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې اړه د بلوچستن په ګډون د پاکستان نورو صوبو په یو شمېر ښارونو کې هم احتجاجونه او لاریونونه شوي وو.

تر دې وړاندې د سیند صوبې اسمبلۍ هم د زده کوونکو پر اتحادیو د لګول شوي بندیز پرضد قرارداد منظور کړی وو.

د پاکستان قومي اسمبلۍ ته هم ورته قرارداد وړاندې کړل شوی دی خو تر اوسه یې په اړه پرېکړه نده شوې.

د پاکستان پوځي امر ضیاالحق په ۱۹۸۴م کال کې په پاکستان کې د زده کوونکو پر اتحادیو بندیز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG