د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو بیا راپورته کېدو خبرې رښتیا دي؟


پخوانی عکس
پخوانی عکس

پراګ - د خیبر پښتونخوا د بونېر ، باجوړ ، سوات او یو شمېر نورو سیمو خلک وايي ، هلته وسله والو بیا سر راپورته کړی دی خو حکومت پرې سترګې پټې کړې دي.

دوي وايي ، دا وسله وال ځايي شتمنو خلکو ته دهړکې ورکوي ، له هغوي په زور پېسې اخلي او هم په هدفي توګه خلک وژني.

د بونېر یو ځايي فعال اقبال پنجتار د دسمبر پر ۲۰مه له مشال راډ‌یو سره په خبرو کې وویل چې هلته په منظمه توګه وسله وال بیا ځای پر ځای کېږي.

ده وویل ، “دوي اوس خلکو ته خطونه لیکي ، له خلکو بتې غواړي او له ځینو یې اخیستې هم دي ، بازار ته هم راځي ، ګرځي ، ټول بونېر پر دې ګواه دی.”

اقبال پنجتار زیاته کړه چې د بونېر خلک په دې اړه اندېښمن دي چې بیا ورسره د ده په وینا ، د تېر په څېر ډرامه ونه شي.

د باجوړ یو ځايي سیاسي مخکښ حسېن خان مشال راډیو ته وویل چې هلته د ولس د وېرولو او ځورولو لړۍ روانه اوسېدلې ده.

ده وویل ، “ له شتمنو خلکو پېسې اخیستل کېږي او دا ټولې ایجنسۍ دي خو نومونه یې بدل کړي دي او خلک ډېر تنګ.”

په سوات کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مخکښ ملک ریاض خان وویل چې هلته هم د داسې حالاتو پیدا کولو هڅې کېږي چې خلک په وېره کې ژوند وکړي.

نوموړي وویل ، “ځینې ایجنسۍ دلته لګیا دي داسې حالات پیدا کول غواړي او د دې وسله والو په نوم داسې بریدونه کوي او هدفي وژنې کوي.”

ملک ریاض زیاته کړه چې اوس په سوات او نورو سیمو کې ولس په دې پوه شوی دی چې د ده په ویتا دا هر څه څوک کوي.

د عوامي نيشنل ګوندمرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسین هم ویلي چې په سوات ، بونير او ځينيو قبايلي ضلعو کې وسله وال طالبان بیا منظم کيږي.

نوموړي د طالبانو د بیا راپورته کېدو په اړه د دسمبر پر ۲۰مه په سوات کې خبریالانو ته وویل چې په دې دومرې موده کې خو په کار وه چې دوي ختم کړل شوي وای خو دا ډېره د افسوس خبره ده چې دوي بیا سر راپورته کوي.

خو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ له د واکمن تحریک انصاف ګوند د خیبر ضلعې یو استازي محمد شفیق مشال راډیو ته وویل چې د وسله والو د بیا راپورته کېدو امکان نشته.

نوموړي وویل ، “ موږ ته تر اوسه داسې څه اثرات نه دي ښکاره شوي ، ټول خلک په ارامه ژوندي کوي ، ولس او حکومت په یوه خوله دي او د اندېښنې خبره نشته.”

د پاکستان پوځ او حکومت په وار وار ویلي چې دوي د وسله والو ملا ماته کړې ده خو بیا هم د قبایلي ضلعو په ګډون د ملک په زیاتره پښتون مېشتو سیمو او نورو برخو کې وخت پر وخت چاودنې ، وسله وال بریدونه او هدفي وژنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG