په کوټه کې د ګیس له کبله درې کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
پېښه د ډېسېمبر پر۱۹مه شپه پر ارباب کرم خان سړک هغه مهال شوې چې تیره شپه د یو کور په کوټه کې پنځه کسان ویده وو او د ګېس هیټر یې خلاص پرېښی وو.
د چارواکو په وینا په پېښه کې وژل شوي درې واړه کسان د یو سیاسي او قبایلی مشر حېربیار ډومکي ساتونکي وو چې د سبي او لهړي اوسیدونکي دي.