د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې یو موټر بم او دوه کسان نیول شوي

د خوست چارواکي وايي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.

د خوست چارواکي وايي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، یادو ځواکونو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې هم عملیات کړي او د پاکستان د ګلګیت د سیمې یو اوسیدونکی چې یو نیم کال مخکې تښتول شوی وو، هغه يې ازاد کړی او په دې تور يې هم پنځه کسان لاس په لاس نیولي دي.

چارواکو یادې څرګندونې د ډېسېمبر پر۲۰مه د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنیو خبریالانو ته وکړې.

د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د چارواکو لخوا موټربم، د هغه سره دوه کسان، د پاکستان د ګلګیت د سیمې یو اوسیدونکی چې سړي تښتونکو اختطاف کړی وو هغه او د دې قضیې په تور يې نیول شوي پنځه کسان چې د چارواکو په وینا سړي تښتونکي دي، د رسنیو خبریالانو ته وښودل.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د موټر بم او د هغه سره د دوو کسانو د نیول کیدو په باب وویل، چې نیول شویو کسانو غوښتل، موټر بم ښار ته داخل کړي، چې د ملي امنیت د منسوبینو لخوا ونیول شول.

پټان زیاته کړه: "بیګاه شپه یو موټر بم چې غوښتل يې خوست ښار ته داخل شي، د ملي امنیت په چټک اقدام سره د دولس فامیلو په اخر سر مټا چینې سره نږدې ودرول او هغه سره يې دوه نفره عامیلن هم ونیول، یو کس تښتیدلی دی، خو د هغه د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي، انشاالله ډېر ژر به ونیول شي، دوی په ښار کې نظامي ځایونه هدف وو."

د خوست مرستیال والي وړاندې وویل، د خوست د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې هم عملیات کړي او د پاکستان د ګلګیت د سیمې یو اوسیدونکی چې سړي تښتونکو اختطاف کړی وو، خلاص او په تور يې پنځه سړي تښتونکي هم نیولي دي.
د ملي امنیت منسوبنیو لخوا ژغورل شوی کس خالد منصور نومیږي، چې د عبدالصدیق زوی او د پاکستان د ګلګیت اوسیدونکی دی.

دی وايي، یو نیم کال مخکې د زڼغوځیو د رانیولو لپاره خوست ته راغلی وو، دې کسانو اختطاف کړ او یو نیم کال يې په زیرزمیني کې ساتلی وو او دده له کورنۍ يې یو کروړ پاکستانۍ کلداروې غوښتې.

ده د افغان ځواکونو مننه وکړه، چې د ده له اختطاف خبر شول، ځای يې پیدا کړ او سړي تښتونکي يې ونیول.

د خوست ملي امنیت ځواکونو له دې نهه ورځې مخکې په خوست ښار کې له یو پټنځای څخه د وسله والو د سلګونه فیره مرمیو او نورو پوځي تجهیزاتو د نیول کېدو خبر هم ورکړی وو.

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG