د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقونو مبارز الهام توهتي د اروپايي ټولنې ستره جایزه یووړه


د حقونو مبارز الهام توهتي لور ته جایزې ورکولو پر مهال.

په چین کې د یوغور لږکیو د حقونو مبارز الهام توهتي لور په چارشنبه د خپل پلار له طرفه د اروپايي ټولنې تر ټولو لویه جایزه ترلاسه کړه.

الهام اوسمهال د بېلتونپالنې په تورونو د عمري قید په سزا بندي دی.

د ده لور، جوهر الهام، د ډېسېمبر پر ۱۸مه د اروپايي ټولنې په پارلېمان کې د فکر ازادۍ لپاره د سخاروف د ۲۰۱۹ز کال انعام ترلاسه کړ.

د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د پارلېمان ودانۍ دننه د نوموړې د پلار په ویاړ غونډه جوړه شوې وه.

د پارلېمان مشر ډېوېډ ساسولي د انعام ورکولو پر وخت وویل چې الهام توهتي یوغورانو ته په غږ ورکولو توانېدلی دی.

الهام چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې بندي دی، ویلي یې ول چې په چین کې یوغوران هېڅ ازادي نه لري.

په سنکیانګ کې د چینايي اقداماتو پر سر په نړیوال کچ بیجینګ له زیاتېدونکو غندنو سره مخامخ دی.

داسې انګېرل کېږي چې شاوخوا ۱۰ لاکه یوغور او نور مسلمانان د هېواد په غربي ولایت کې د بیاروزنې په ودانیو کې ساتل شوي دي.

چین وايي، دا ودانۍ د بیا تعلیم او بیاروزنې مرکزونه دي خو فعالان یې ډله ییزې بندي خانې بولي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG