د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د استازو جرګې ټرمپ مواخذه کړ


د مواخذې پر مهال ټرمپ په میشیګن کې یوې انتخاباتي جلسې ته وینا کوله
د مواخذې پر مهال ټرمپ په میشیګن کې یوې انتخاباتي جلسې ته وینا کوله

واشنګټن - د امريکا استازو جرګې ولسمشر ډونلډ ټرمپ مواخذه کړی دی.

جرګې د ډېسېمبر پر ۱۸مه نېټه د ولسمشر ټرمپ پر مواخذه کولو باندې ټوله ورځ بحث وکړ او اوس به دا د محاکمې لپاره سېنېټ ته استول کېږي.

سېنېټ به فيصله کوي چې ولسمشر ټرمپ له چوکۍ ليرې کړي او که نه؟

هغه د دوو تورونو پر اساس مواخذه شوی، یو دا چې له خپله واکه یې ناوړه ګټه اخیستې او دویم، د کانګرېس په چارو کې یې خنډ اچولی.

ډيموکراټان هڅه کوي چې د ملينونو امريکايانو رايې بې اثره کړي.
ولسمشر ټرمپ

پر ډونلډ ټرمپ تور دی چې د يوکراين ولسمشر ته ويلي وو چې د امريکا پخواني مرستيال مشر جوبايډن او د هغه د زوی پرضد د درغلی قضيه پرانېزدي.

جوبايډن د ۲۰۲۰م کال ولسمشريزه انتخاباتو کې د ډېموکراټ ګوند له لورې د ولسمشر ټرمپ ممکنه سيال دی.

بلخوا روسي ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي دي چې د امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ مواخذه یې پر خیالي تورونو ولاړه ده.

پوتین د ډېسېمبر پر ۱۹مه په مسکو کې کلنۍ خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې هیله من دی چې ټرمپ به پر خپله څوکۍ پاتې شي.

ښاغلی ټرمپ په مېشيګن کې د انتخاباتي کمپاين پر مهال د ۲۰۱۶م کال ټاکنو ته په اشاره سره وويل چې ډيموکراټان هڅه کوي چې د میلينونو امريکايانو رايې بې اثره کړي.

هغه زياته کړه " په هرصورت داسې نه احساسېږي چې موږ مواخذه شو."

د امريکا استازيو جرګه کې ډيموکراټ او په سېنېټ کې د ولسمشر ټرمپ ريپبلکن ګوند اکثريت لري.

دا د امريکا په تاريخ کې دريېم ولسمشر دی چې مواخذه کېږي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG