د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند شهریت نوي قانون پر سر لانجه دوام لري


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

اسوشېیټید پرېس لیکي، د هند سپریم کورټ د ډېسېمبر پر ۱۸مه د شهریت په اړه د نوي قانون اورېدنه د جنورۍ تر ۲۲مې پورې ځنډولې ده.

په هند کې د شهریت قانون غندنه شوې او تېره اونۍ یې پرضد مظاهرې هم شوي دي.

له نوي قانون سره سم، هند ته کډه شویو او هلته په ناقانونه توګه اوسېدونکو هندوانو، عیسویانو او نورو اقلیتونو ته هله شهریت ورکول کېږي چې په پاکستان، افغانستان او بنګله دېش کې خپله مذهبي ځورونه ثابته کړای شي.

دا قانون په مسلمان کډوالو نه لاګو کېږي.

اژانس د ناقدینو په حواله وايي، د شهریت په اړه نوی قانون د وزیراعظم نرېندر مودي په مشری د هندوانو ملتپالي حکومت د هغه اجنډا برخه ده چې له مخې یې په هغه هېواد کې میشت ۲۰۰ میلیونه مسلمانان له پامه غورځول کېږي. ناقدین وايي، دا قانون د هند د سیکولر ایین خلاف دی.

خو وزیراعظم مودي دا بیا د بشریت لپاره د کار کولو په توګه بللی دی.

اژانس لیکي، تېره اوونۍ د هند په اسام ریاست کې د وګړتوب د راجسټر کولو بهیر پیل شو چې موخه یې هند ته په غیرقانوني توګه داخل شوي کسان ویستل ول.

په اسام کې نیږدې دوه میلینه کسانو ته وویل شول چې خپل شهریت دې ثابت کړي که نه به بهرنیان وبلل شي.

د اژانس په خبره، د هند په بېلا بېلو برخو کې د پوهنتونو زده کونکو د شهریت په اړه د نوي قانون بېرته اخیستو لپاره مهم پیل کړیدی.

د اتوار پر ورځ د نوي دلي په جامعه ملیه اسلامیه او د اترپردېش په علي ګړ یونیورسټیو کې لاریونونه وشول. په دې مهال پولیسو د احتجاج کونکو د لیرې کولو لپاره اوښکې بیوونکی ګیس وکاراوه او په لښتو یې بې وسلې احتجاج کونکي ووهل.

په دې پېښه کې ګڼ زده کوږنکي زخمیان شول. پولیسو ویلي، ډېر په ارمۍ سره یې احتجاج کونکي لیرې کړي او وهل ټکول یې نه دي کړي.

ګڼو خلکو د احتجاج کوونکو خلاف د پولیس د کارروایۍ غندنه کړي ده. د دې له وجې د شهریت قانون خلاف په پراخه کچه تحریک هم پیل شوي دي.

اسوشییېټید پرېس لیکي، د چارشنبې پر ورځ چارواکو امنیتي محدودیتونه سخت کړي او په اسام کې یې کرفیو هم لګولې ده. د اسام په مرکزي ښار ګوهاټي کې د احتجاجونو له وجې ورځنی ژوند متاثره شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG