رويټرز خبري اژانس ليکي، پاکستان او سعودي عرب په هغه نننۍ غونډه کې ګډون نه کوي چې پکې مسلمانانو ته په ورپېښو ستونزو خبرې کېږي.
دا سرمشريزه چې د ماليزيا په سرښار کولالمپور کې راجوړېږي د شلو مسلمانو هېوادونو مشران او لوړپوړي استازي پکې ګډون کوي.
سعودي پر دې غونډه نيوکې کړې او پاکستان يې له ګډونه په يوه طریقه ډډې ته شوی دی.
د دې غونډې ايجنډا نه ده خپره شوې خو کېدای شي په دې کې د کشمير پر مسله، منځني ختيځ، شام او يمن شخړو، د روهېنجيا مسلمانانو پر حالت او په چين کې د يوغور مسلمانانو لپاره په جوړو کېمپونو خبرې وشي.
رويټرز اژانس ليکي،کېدای شي له دې ګام سره د پاکستان نېږدې ملګری هېواد چين خپه شي. دې څلور ورځنۍ سرمشريزې ته د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد او ترکی ولسمشر رجب طيب اوردغان ويناوې کوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان چې د دې غونډې په سازوونکو کې راځي ډېر ناوخته يې په دې کې له ګډونه انکار وکړ.
ځينو پاکستانيو چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې عمران خان د سعودي عرب د فشار له کبله په دې غونډه کې له ګډونه په شا شوی دی.
ايران او قطر چې له سعودي عرب سره يې اړيکي سختې ترينګلې دي، د دوی مشران هم په دې سرمشريزه کې ګډون کوي.
بلخوا سعودي عرب وېلي دي چې د ۱.۷۵ اربه مسلمانانو په مسلو د بحث لپاره دغه سم فورم نه دی خو ځينې شنونکي دا دريځ لري چې کېدای شي سعودي پر دې ويريږي چې سيمه ييزه مخالفه هېوادونه ايران، قطر او ترکيه يې په سفارتي توګه يوازې کوي.
د سعودي سرکاري خبري اژانس وايي د سېشنبې پر روځ له مهاتير محمد سره په ټېلېفوني خبرو کې د سعودي پاچا سلمان يو وار بيا د دې پخلی وکړ چې بايد پر دا قسمه ستونزو په اسلامي همکارۍ سازمان (او ای سي) کې بحث وشي.
رويټرز اژانس ليکي، سعودي عرب چې د اسلام مرکز دی، مقدس اسلامي ځايونه لري خو دا ګام يې ښيې چې مسلمانه نړۍ وېشل شوې ده.
په سينګاپور کې د يوه څيړنيز مرکز مشر غړی جېمز ډورسي وايي، دا وخت دوه بلاکونه دي يو د سعودي او متحده عربي اماراتو او بل د ترکيې او قطر دی او پاکستان چې د دوی دواړو په منځ کې دی خپلو ګټو ته ګوري.
د فېسبوک تبصرې