د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: د شهریت نوي قانون پرضد احتجاجونه پراخ شوي


نوي دلي کې د شهریت نوي قانون خلاف احتجاجیان پر پولیسو کاڼي اوروي. ۲۰۱۹ؤ ۱۵ ډېسېمبر
نوي دلي کې د شهریت نوي قانون خلاف احتجاجیان پر پولیسو کاڼي اوروي. ۲۰۱۹ؤ ۱۵ ډېسېمبر

په هند کې د شهریت یوې نوې قانوني مسودې پرضد احتجاجونه پراخ شوي دي چې پکې اوس زده کوونکیو هم برخه اخیستې ده او په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د نرېندر مودي پر حکومت د خلکو غوسه له هغه وروسته لا زیاته شوې چې د ډېسېمبر پر ۱۵مه پولیسو په نوي ډیلي کې پر یوه پوهنتون چاپه ووهله.

اژانس لیکي چې پولیسو په جامعه ملي اسلامیه پوهنتون کې پر روان احتجاج اوښلن ګېس غورځولی چې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ټپیان کړي ول.

دې ته ورته پېښه د شمالي ایالت اتر پردېش په عليګړ مسلم پوهنتون کې شوې چېري چې پولیسو له مظاهره چیانو سره نښتې کړې دي.

اژانس لیکي چې د دې پېښو پرضد د دسمبر پر ۱۵مه ماښام مهال په سلګونه زده کوونکي په نوي ډیلي کې د تاڼو مخې ته احتجاجي غونډ کړې.

تر اوسه تر ټولو له تشدده ډک احتجاج په شمالي ختیځ ایالت اسام کې شوی دی. هلته بلواګرو ودانیو او د اورګاډي سټېشن ته اور اچولی او هلته له پولیسو سره په نښتو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

په هند کې دا احتجاج له هغه وروسته پیل شوی چې تېره اونۍ پارلمان داسې یو قانوني مسوده منظوره کړه چې له مخې یې غیرمسلمان کډوالو ته د هند شهریت اخیستل اسان شوي دي.

د دې قانون له مخې به له بنګله دېش ، پاکستان او افغانستان څخه هند ته د ورغلیو غیر مسلم لږکیو لپاره د هند شهریت اخیستل اسان وي.

پر دې قانون تنقید کوونکي وايي چې یاد قانون د نورو په څېر مسلمانانو ته اسانتیا نه ورکوي او دا به د دوي په وینا د هند سیکولر بنیادونه کمزوري کړي.

د نریندر مودي د ګوند بهارتیه جنته پارټۍ مرکزي حکومت وايي ، دوي له یوې ټولنې سره زیاتی نه کوي بلکې هدف یې دا دی چې په درې ګاونډیو هیوادونو کې له هغه مذهبي لږکیو سره مرسته کول دي چې له ځورونو سره مخامخ دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG