د لاسرسي ځای

تازه خبر

رهبر کمېټۍ د الېکشن کمېشنر زغرده ګومارنه غواړي


د الېکشن کمېشن لوګو.
د الېکشن کمېشن لوګو.

په پاکستان کې د نهو اپوزېشن ګوندونو رهبر کميټۍ مشر اکرام خان دراني په اسلام اباد کې د دسمبر په ۱۳مه خبري غونډي ته وويل د هېواد انتخاباتي کمېشن اعتماد بحالول ډير زيات ضروری دی او په دی لړ کې ټول ګوندونه سلا دي.

اکرام خان دراني د مسلم ليګ ن سيکرټري جنرل احسن اقبال، د پيپلز ګوند راجه پرويز اشرف د عوامي نيشنل پارتۍ ميا افتخار او نورو اپوزېشن غړیو سره ګډ خبري کانفرس ته وويل چې د ايمانداره، بې طرفه او ښه شهرت لرونکی اليکشن کمېشنر تقريري غواړي.

((موږ کوشش دا دی چې پارليمان دا معامله حل کړی نو بهر ته به ضرورت نه وي چې دا مسله هواره کړی. خو له بده مرغه موجوده حکومت دومره کمزوری او نااهله دی چې په يوه خبره هم اتفاق رايي نه ده جوړه کړی. دا حکومت سره اخري موقع ده چي د اليکشن کمېشنر او د غړو ټاکنې په اړه له اپوزېشن سره مشاورت وکړي. دا يو اييني اداره او د حکومت ذمه واري جوړېږي چې دا معامله حل کړی.))

د اپوزېشن ګوندونو رهبر کميټۍ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې د پاکستان اليکشن کمېشن د مشر سردار محمد رضا د ملازمت موده د دسمبر په پنځمه سر ته ورسيده خو حکومت او اپوزېشن ګوندونه د نوي مشر ټاکنې په اړه سله نه وو.

په پارليمان کې د اپوزېشن ګوندونو مشر شهباز شريف او وزيراعظم عمران خان د انتخاباتي کمېشن د نوی مشر په اړه درې درې نومونه وړاندې کړي ول. اپوزېشن ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې د اليکشن کميشن د نوي مشر په ټاکنه کې سنجيده اقدام نه کوي.

خو په پارليمان کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړی شير اکبر خان مشال راډيو ته وويل چې اپوزېشن ګوندونه د حکومت غيرمستحکم کولو لپاره هلي ځلي کوي.

(( په ملک کې د نوی اليکشن کمېشنر ټاکنه مسلې نه ده بلکې غربت او نورې ولسي ستونزي دی چې هوارولو ته اړتيا لری. اپوزېشن ګوندونه موجوده حکومت چلېدو ته نه پرېږدي.))

شير اکبر خان زياته کړه چې د ګوند مشران یې له اپوزېشن سره په رابطه کې دي. خو په پېښور کې خبريال رفعت اورکزی مشال راډيو ته وويل که څه هم اپوزېشن ګوندونه په ځينو معاملاتو واضحه نه دي خو د اليکشن کمېشنر د ټاکنې په اړه یې حکومت ته سخت موقف خپل کړی دی.

((زما په خيال په دی معامله سياست کول پکار نه دی. پر دی څوکۍ يو ايمانداره کس ټاکل پکار دی. خو له بده مرغه په ملک کې نظام ډېر بدل دی. دلته هر څوک خپل سړی راوستل غواړي.))

رفعت اورکزي زياته کړه، داسې نه ښکاري چې حکومت او اپوزېشن به د نوی اليکشن کمېشنر په ټاکنې سلا شي. د پاکستان ايين ۲۱۳ مادي شق ۲ ترمخه وزير اعظم او د اپوزېشن ګوندونو مشر پارليماني کميټۍ ته د نوی کمېشنر لپاره نومونه ليږي او بيا کميټۍ پريکړه کوي. خو د پارليمانې کميټۍ د دسمبر څلورمې نيټي په غونډه کې په نوی مشر سله نه شول ځکه د دسمبر په شپږمه جسټس ريټاريرډ الطاف ابراهيم د کمېشن نګران مشر په حيث سوګند پورته کړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG