د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا ټولټاکنې: برېګزیټ پلوي بریالي شول


د کنزوروېټیو ګوند مشر بورېس جانسن د پایلو تر راتلو پس په لندن کې له ګوندي غړیو سره د وینا په حال کې. ۲۰۱۹، ۱۳ ډېسېمبر

د ډېسېمبر ۱۳مې رسمي نتیجې ښيي چې د بریتانیا په انتخاباتو کې د بوریس جانسن بریګزیټ پلوه محافظه کار ( کنزروېټيو) ګوند په ۷۶ څوکیو سره په پارلیمان کې اکثریت وړی دی.

دا به له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د وزیراعظم بوریس جانسن لار هواره کړي. د نوموړي ګوند تر اوسه د ولسي جرګې ( هاوس اف کامنز) په ۶۵۰ څوکیو کې ۳۶۴ ګټلې دي.

بلخوا کارګر ګوند په انتخاباتو کې ۲۰۳ څوکۍ وړې دي. دغه ګوند له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو مخکې د پروسې پر شرایطو بیا د خبرو اترو پلوي دی او غوښت یې چې پر بریګزیټ بیا ټولپوښتنه وشي.

سکاټش نیشنل ګوند ۴۸ او لیبرل ډیموکریټس ۱۱ چوکۍ وړې دي.

د لندن پخوانی ښاروال بوریس جانسن چې نیویارک کې زیږېدلی او د تېریزا مې حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی، په دې ژمنه کمپاین کاوه چې له اروپايې ټولنې د بریتانیا وتل یا بریګزیت به عملي کوي.

له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو لپاره د جنورۍ ۳۱ مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

که برتانیا له اروپايي ټولنې ووځي، دا به پنځوس کلنې دورې ته د پای ټکی وي او دواړه لوري به د امنیت او سوداګرۍ په برخه کې نوي تړونونه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن سهار پر ټویټر بوریس جانسن ته مبارکي ورکړه.

ښاغلي ټرمپ لیکلي چې "بوریس جانسن ته دې لویه بریا مبارک وي. بریتانیا او امریکا به له برېګزټ وروسته اوس د سوداګرۍ یوه ازاده او لویه موافقه لاسلیک کړي."

اروپايي ډیپلوماټانو په پنجشبه د محافظه کاره ګوند د احتمالي بریا هرکلی وکړ.

جانسن پر ټویټر له ټولو رأی ورکوونکو مننه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې د نړۍ تر ټولو لویه ډموکراسي ده.

د انتخاباتو اخیري نتایج به نن د ورځې په اوږدو کې اعلان شي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په بریتانیا کې ټولپوښتنه وشوه او په نتیجه کې يې ۵۲ فیصده خلکو له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په ملاتړ رأیې ورکړې.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG