د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د سکول ګاډي په ګېس چلولو بندېز


د ګرانۍ له کبله له خطره ډک سفر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

د ګرانۍ له کبله له خطره ډک سفر

پراګ ـ د پېښور پولیس وایي، د خلکو د خوندیتوب لپاره یې د ډېسمبر له ۱۱ مې د ماشومانو د سکولو هغو ګاړو پرضد یې کار روایي پېل کړې چې د ګېسو په سلېنډرو چلېږي.

پېښور ضلعي انتظامیې پولیسو ته امر کړی چې ماشومان سکولونو ته وړونکو هغو ګاړو پر ضد کاروایي وکړي چې پر کمپریسډ نېچرل ګېس (سي این جي) چلېږي.

د پېښور د ټریفکټ پولیسو یو چارواکي سمیع الله بېګا مشال رېډیو ته وویل ځینې وخت د ګېسو دغه ټانکۍ چاودي چې له وجې یې ماشومانو ته زیان اوړي. هغه وویل د هغو مساپر وړونکو ګاړو پر ضد یې هم عملیات پیل کړي چې د سیټونو د لاندې یې د سي این جي سلنډرې لګولي وي.

"ډپټي کمېشنر په امر پرې بندېز لګیدلی دی. ځینې ګاړي مو چالان کړي دي"

سمیع الله وویل ځینې وخت په ګاړو کې لګیدلې ګېس سلینډرې چاودي او د مرګ ژوبلی سبب ګرځي.

هغه وخت حکومت ویل ډیزل او پټرول ماحول ککړوي، سي این جي ولګوئ، په ډېرو پیسو مو ولګول، اوس وایي، دا اور اخلي بېرته د تېلو انجونه ولګوئ
نورمحمد مومند

په پېښور او چارسده کې د شخصي سکولونو د اتحادیې اقرا تحفظ تعلیم ارګنایزیشن مشر ګل نبي موسازی د حکومت دا پریکړه ستایي او وایي، له دې سره به د سکول ماشومان ډېر خوندي شي.

"دا ښه پریکړه ده، د پېښور د غټو سکولونو بسونه د مخکې نه په ډیزلو دي خو د ځینو هغه اوس هم په سي این جي دي. که د سکولونو د ګاډو سره سره د مساپرو له عامو ګاډو هم سي این جي ډبې لیرې کړل شي."

په پاکستان په ۲۰۰۲ م کال کې اول وار سي این جي د ګاړو چلول پېل شول. له دې وروسته په پاکستان کې ګڼ هغه ګاډي چې په ډیزلو چلېدل په انجونونو کې یې بدلونونه وشول او سي این جي ته واړول شول.

ټرانسپورټران وایي، په سي این جي د ګاړو چلول دوی ته ارزان پرېوزي. په پېښور کې د متحده ټرانسپورټ ورکرز فېډریشن مشر نور محمد مومند وایي، په ۲۰۰۳ کې یې هغه وخت د سپریم کورټ په حکم ورباندې حکومت ګاړي سي این جي ته واړول خو اوس یې ورباندې بیرته پخواني حالت ته اړوي.

"هغه وخت حکومت ویل ډیزل او پټرول ماحول ککړوي، سي این جي ولګوئ، په ډېرو پیسو مو ولګول، اوس وایي، دا اور اخلي بېرته د تېلو انجونه ولګوئ. که اور اخلي نو ډیزل او پټرول یې هم اخلي. یو حکومت یوه خبره کوي بل حکومت بیا بله."

نورمحمد مومند وایي د حکومت انصاف به ورسره دا وي چې یوازې د هغو ګاړو پر ضد کارروایي وکړي چې ناقانونه سلینډرې یې لګولي دي، نه دا چې له یوې مخې په ټولو بندیز ولګوي.

مومند وایي، که ګاړي بېرته له سي این جي تېلو ته واړوي نو نه یوازې به ټرانسپورټران تاواني شي بلکې کرایې او سکولونو ته ماشومانو وړولو خرچې هم زیاتې شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG